د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
آلماني سرتېري بيا کندز ته ولاړل
د آلمان د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې د آلمان پوځ سرتېري يو ځل بيا کندز ته ورغلي ول څو افغان ملي اردو ته د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملياتو په برخه کې مشورې ورکړي. د کندز په جنګ ځپلي ښار کې هغوی د وضعيت په اړه معلومات واخيستل او له افغاني امنيتي ځواکونو سره يې همغږي رامنځ ته کړه، چې ورپسې مزار يې شريف ته بېرته ستانه شول.
په سوریه کې د روسیې د بریدونو د درولو غوښتنه
آلمان، فرانسې، او د امريکا متحده آيالاتو په مشرۍ د داعش يا «اسلامي دولت» په وړاندې ايتلاف په يوه ګډه بيانيه کې پر روسيې د سوريې د کړکېچ د ترينګلي کولو تور لګولی دی. ويلي يې دي چې په هاما، حمص او ادليب کې شوي هوايي بريدونه چې ډېرو ملکيانو ته پکې تاوان رسېدلی دی، هيڅ د داعش پر ضد نه ول.
نايجريا: ځانمرګو بريدونو کې ۱۴ انسانان ووژل شول
د نايجريا په شمال کې پروت، په مايدوګوري ښار کې د پنجشنبې په ماښام ۴ ځانمرګو بريد شوي دي. پوځ ويلي دي چې پکې ۱۴ انسانان وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل شوي دي. د يوه ځايي چارواکي په وينا، بريد د څلورو ښځو له خوا تر سره شوی دی. يوې ښځې ځان په يوه جومات کې الوزولی، په داسې حال کې چې يوې بلې د فوټبال لوبې د نندارچيانو په منځ کې ځانمرګی بريد کړی دی.
شويبله په اروپا کې د پناه واحد قانون غواړي
د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله، په اروپا کې په چټکتيا سره د پناه د يو واحد قانون رامنځ ته کېدل غوښتي دي. دغه سياستوال د «دي ويلټ» ورځپاڼې ته ويلي دي چې دغه کار بايد د کلونو پر ځای په ظرف د يو څو مياشتې وشي. اروپايي ټولنه بايد د شويبله په خبره کډوال په ورين تندي ومني، خو دغه حالت بايد خپله اروپايي ټولنې ته د منفي تاثراتو په بيه تمام نه شي.
شتاين ماير په سوريه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په سوريه کې د روسيې پر هوايي بريدونو نيوکه کړې ده. شتينماير په نيو يارک کې وويل چې د خپلې «ځانځانۍ پرېکړې» پر ځای چې مستقيم په سوريه کې مداخله وکړي، بايد مسکو د «په ټپه ولاړ» حالت د رفع کولو له پاره سياسي هلې ځلې پورته کړي. شتاينماير د سوريې په کړکېچ کې د کډ عمل غوښتنه وکړه.