د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
د يمن پر دولتي تلويزيون بمبار
د یمن پر پلازمېنه صنعا په هوایي برید کې د دغه هیواد د دولتي تلویزیون ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. عیني شاهدانو ویلي دي چې د صبا تلویزیون ودانۍ د سعودي عربستان د جنګي الوتکو په واسطه ویجاړه شوې. د یوه بل تلویزیون ستیدیو هم له منځه تللې ده. د یمن دولتي رسنیو کنترول د روان کال په جنوري میاشت کې حوثي شیعه یاغیانو په لاس کې ونیو.
صربستان ته نور مهاجر هم رسېدلي دي
د هرې ورځې له تیریدو سره لا ډیر کډوال د بالکان هیوادونو له لاري اروپا ته رسیږي. د صربستان لومړي وزیر د خپل هیواد له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۵۵۴۰ نوي کډوال راجستر شوي دي. اټکل کیږی چې همدا اوس دې په صربستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کډوال موجود وي.
د کردانو کارگر غوند غواړي په آلمان کي مضاهرې وکړي
د کردانو د کارګرو ګوند یا PKK پلویانو د آلمان په ډیرو ښارونو کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده. آلمان د دغه ګوند پر فعالیتونو باندي بندیز لګولی دی. دغه لاریونونه د دغه ګوند پر اډو باندې د ترکي ځواکونو د وروستیو بریدونو له کبله پلان شوي دي. پر دې سربیره ترکي ځواکونو د کردانو مشرانو ته اجازه نه ده ورکړي چې د انتولیا ښار ته ورسي.
په سوريه کي د روسيې د پوځي حضور اندېښنه
اسرائیلو ادعا کړي ده چې روسیه په سوريې کې پوځي حضور لري. ویل شوي دي چې په دغه هیواد کې نه یوازې روسي مشاورین، بلکي د دغه هیواد عسکر هم موجود دي. دغه خبري اسرائیلي هاریتز انترني پاڼې د دغه هیواد د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي. تر دې مخکې امریکايي چارواکو هم په سوریې کې د روسیې د احتمالي پوځي حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه. روسیه د بشار الاسد رژیم یو قوي متحد بلل کیږي.
په ملگرو ملتونو کي د فلسطین بيرغ پورته کيږي
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې موافقه کړې ده چې د فلسطین بیرغ د دغه سازمان د عمومي مقر په مخ کې د نورو هیوادونو د بیرغونو ترڅنګ پورته کړي. دغې پریکړې ته د اسرائیلو او امریکا متحدو ایالاتو په ګډون یوازې اتو هیوادونو منفې رایې ورکړې. له دې سره به نو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مقر په مخ کې د فلسطین او واتیکان بیرغونه د ۱۹۳نورو هیوادونو بیرغونو ترڅنګ پورته شي.
د وینزویلا اپوزیسیون مشر په ۱۴ کاله زندان محکوم شو
د وینزویلا اپوزیسیون مشر لیو پولدو لوپیز، په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی. په پلازمېنه کراکاس کې یوې محکمې دغه سیاستوال تاوتریخوالي ته د رابللو او د ولسمشر پر ضد د توطيې په تورونو محکوم کړی دی. دغه سیاستوال د ۲۰۱۴م کال په فبروري میاشت د دولت پر ضد د مظاهرو غږ کړی وو.