د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
جرمني ته تر اوسه ۴۵۰۰۰۰ مهاجر رغلي دي
د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل یووار بیا په جرمني کي د مهاجرت پر یوه قانون باندي ټینگار کړی دی. د سوسیال دیموکراتانو گوند دغه سیاستوال په پارلمان کي وویل چي «موږ د انساني قاچاقبرانو په مقابل کي باید یو الترناتیف ولرو.» هغه اضافه کړه چي د مهاجرو مخنیوی نسي کیدلای، بلکي اروپاته د هغوی د راتگ دپاره باید قانوني لاري پیدا سي.د ده په خبره سږکال تر اوسه پوري ۴۵۰۰۰۰ مهاجرين جرمني ته رغلي دي.
د اسلامي دولت ډلي تبليغات
د ترکیې په ساحل کي د یوه کوچني سوریايي مهاجر هلک ایلان کوردي د ډوبیدو عکس چي ټوله دنیا یې ولړزوله، اوس افراطي ډله «اسلامي دولت» د خپلو هدفونو له پاره کاروي. «هغه خطرونه چی یو اسلامي هيواد پریښول کیږي» په نوم مقاله کي هغوی دغه عکس په انکلیسي ژبه چاپیدونکي ورځپاڼه «دابیک» کي نشر کړی دی او غواړي په دې ډول سره غرب ته د مهاجرت څخه اخطار ورکړي.
روسيه وايي له روسيې سره مو مرستي پټي نه دي
د امريکا پر سختو انتقادونو سربیره روسيه د سوريې له پوځ سره پر نظامي مرستو ټینگه ولاړه ده. د مسکو ورځپاڼي «کامرسانت» د پوځي منابعو په حواله رپوټ ورکړی دی چي د لاسي بمونو، دفاعي ټانکونو او نظامي وسایطو استول جریان لري او یا تکمیل سوی دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ویلي دي چي روسي روزونکي له کلونو راهیسي په سوريه کي دي او په دې کي پټه نسته.
په امريکا کي د ايران د اټومي موضوع په اړه بحثونه
د امريکا متحدو ايالاتو په کانگرس کي له ایران سره د اټومي تړون په هکله تر رایي ورکولو لږ دمخه د جمهوري رياست کاندیدانو په جر و بحث کي ځانونه شامل کړي دي. په داسي حال کي چي د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیره هیلاري کلینتن د دغي معاملې دفاع کوي، د جمهوري غوښتونکو گوند دواړه کاندیدان دونالد ترومپ او ټېد کروڅ، د کانگرس مخته له په سونو احتجاج کونکو سره یو ځای سوي دي.
په جاپان کي سخت سېلابونه راغلي
د جاپان په ختيځ کي سختو بارانونو سیلابونه او مځکي ښوویدني رامنځته کړي دي. تر ټولو سخت تاوانونه ۶۵۰۰۰ اوسیدونکي ښار جوزو ته رسیدلي دي چي د توکیو په شمال کي پروت دی. تلويزيونونو داسي انځورونه ښوولي دي چي هلته د کینوگوا رود په ډیر شدت او زور سره پر ساحل باندي رااوړي، خټي او لوشي د ښار پر یوې برخي باندي وروړي او له ځان سره کورونه، موټران او د برېښنا پايې وړي.