د نړۍ مهم خبرونه په انځور او متن کې
په پاریس کې د ترهگرۍ ضد عملیات پای ته ورسیدل
د پاریس ښار په شمالي څنډه ساندني کې، د ترهگرۍ ضد عملیات د اوو ساعتونو د تیریدو وروسته پای ته رسیدلي دي. دغه خبر د فرانسې د حکومت یوه ویاند ورکړی دی. د فرانسې د څارنوال د وینا له مخې د ځانگړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یوې ښځې ځان الوزولی دی. درې سړي چې ځانونه یې په کور کې پټ کړي د څارنوال په وینا د سختو متقابلو فیرونو وروسته نیول شوي او دغه اپارتمان ته څیرمه هم دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي
«په پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلن سره مخامخ دي»
د بشري حقونو د څارنې سازمان یا هیومن رایټس واچ ویلي دي چې په پاکستان کې تعقیب او ځورونو افغانان مهاجر دې اړ ایستي دي چې خپل هیواد ته ستانه شي. د چهارشنبې په ورځ د هیومن رایټس واچ له لوري په وړاندې کړی شوي رپوټ کې له پاکستان څخه غوښتل شوي دي چې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو له لوري زور زیاتیو او گواښونو ته دې د پای ټکی کښیودل شي.
په رقه کې د بمباریو په پایله کې ۳۳ تندلاري وژل شوي
د سوریې په رقه ښار کې د فرانسې او نورو هیوادونو د جنگي جیټ الوتکو د بریدونو په پایله کې په تیرو درو ورځو کې ۳۳ تنه افراطيان وژل شوي دي. رقه ښار د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پوخ سنگر گڼل کیږي. دغه خبر په لندن کې میشت د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ورکړی دی. فرانسې په پاریس کې تر ترهگریزو بریدونو وروسته په رقه کې د نوموړې افراطې ډلې مورچلونه بمباري کړي دي.
«په یمن کې ۵۰۰ زره ماشومانو له خوارځواکۍ سره مخامخ دي»
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په یمن کې د جگړې له کبله تر نیمایي میلیون زیات کوچني ماشومان د کم خوراکۍ له خطر سره مخامخ دي. د یونیسیف مشر انتوني لېک، له فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې تر پنځو لکو زیات ماشومانو چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي د ژوند گواښونکي خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
«چین کې امنیتي ځواکونو ۱۷ تنه وژلي»
د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې د چین امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په ناکراره ولایت شنجیان کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه وژلي دي. امریکا میشتې د «راډیو فري ایشیا» د رپوټ له مخې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومانو هم شامل دي. د دغو تلاشیو هدف هغه شکمن کسان ول چې ښایي د سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د سکرو په یوه کان کې د برید له برخه اخیستونکي څخه وي. په دغه برید کې پنځوس تنه وژل شوي وو.