د نړۍ مهم خبرونه په انځور او متن کې
پوتین د «آپیک» په غونډه کې گډون نه کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آسیا پاسفیک د اقتصادي همکاریو یا «آپیک» په غونډه کې له گډون څخه ډه ډه وکړه. په مسکو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ویلي دي چې په مانیلا کې به په راتلونکې اوونۍ کې په دغه تر سره کیدونکي غونډه کې د روسیې لومړی وزیر دیمتري میدودیف د هغه استازیتوب وکړي. ویاند د دې پریکړې په استدلال کې وویل چې میدودیف هسې هم په سیمه کې له یو شمیر مشرانو سره خبرې اترې پلان کړي دي.
آلمان افغانستان ته نور سرتیري استوي
د آلمان حکومت غواړي چې افغانستان ته خپل ۱۳۰ نور سرتیری واستوی چې په دې ترتیب سره د ټولو آلماني سرتیرو شمیر به ۹۸۰ ته ورسیږي . د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د سوسیال دیموکرات د فراکسیون د دفاعي چارو سیاسي ویاند راینر آرنولد، په دې اړه د «آوگین گراده اوس» نومي انټرنیټي بلاگ خبر تائید کړی دی.
«چین کې د تحقیقاتو پر مهال له ربړونې کار اخیستل کیږي»
د ایمنسټې انټرنیشنل یا د بخښنې د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې چین له شکمنو کسانو د تحقیقاتو په برخه کې د پام وړ د شکنجې له میتودونو څخه کار اخلي. د پیښو د څیړلو له پاره نوموړي سازمان د خپل معلوماتو له مخې د محکمې ۵۹۰ فیصلې څیړلي دي چې په هغې کې شکایت کوونکي ویلي دي چې د شکنجې له لارې اعتراف کولو ته اړ ایستل شوي دي. زیاته شوې ده چې یوازې په ۱۶ پیښو کې محکمو د اعترافونو پر ضد شکایت منلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو اچ او) ویلي دي چې د زیږون او یا تر هغې وروسته په لومړیو اوونیو کې د میندو د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په تیرو ۲۵ کلونو کې د بیلا بیلو هلو ځلو د هڅو په ترڅ کې په نړیواله کچه د میندو په میړنې کې کابو نیمایي کموالی راغلی دی.
سویډن هم خپلې پولې کنترولي
د کډوالو سترې څپې ته په کتو سره ټول نوي رارسیدلي کسان باید د سویډن پر پوله خپل پاسپورټونه وښيي. د سویډن هیواد د کورنیو چارو وزیر په ستاکهلم کې ویلي دي چې دغه مقررات به د پنجشنبې د ماسپیښین څخه وروسته د راتلونکو لسو ورځو له پاره نافذ وي. هغه روښانه کړې ده چې د مهاجرو لوړ شمیر د کډوالو چارو اداره تر فشار لاندې رواستې او د پولیسو د اټکلونو له مخې عامه نظم یې له خطر سره مخامخ کړی.