د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
په پرتګال کې د نوي حکومت پر جوړیدو کار پیل شو
د پرتگال دولتي مشر انیبال کاواکو سیلوا، تر پارلماني ټاکنو وروسته محافظه کارې صدراعظمې پیدرو پاسوس گویلو، ته د حکومت جوړولو وظیفه سپارلې ده. کاواکو ملت ته په یوه وینا کي د سه شنبه په ماښام وویل چي نوی حکومت باید د پخواني اقتصادي بحران سره د مخامخ هيواد پرتگال د«سیاسي ثبات او ښه حکومت ولی» تضمین وکړي.
د سوریې حکومتي قواوو ځlکني عملیات پیل کړي دي
پر سوریایي یاغیانو باندي د روسي هوايي قواو له تر څو ورځو بمباریو وروسته د سوریې حکومتي قواوو اوس ځمکني عملیات شروع کړي دي. دغه خبر د سوريې د بشري حقوقونو د څار ادارې ورکړی دی. روسیه د ایران تر څنگ د سوریې تر ټولو نژدې متحد هیواد دی.
امریکا متحده ایالاتو د کندز پیښې د څیړنې ملاتړ کوي
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزیر آشتون کارتر، په کندز کي د یوه روغتون تر بمباري وروسته د بې گناه خلکو د وژل کیدو له کبله خپل ژور خفگان ښکاره کړی دی. هغه ویلي دي چي پنتاگون به په دغه پيښه کي د افغانستان او ناټو د تحقیقاتو څخه پوره ملاتړ وکړي.
د برازیل جمهور رييسې پر ضد قضايی پروسه پیلیږي
د برازیل تر فشار لاندې جمهور رييسې دیلما روزیف، پر ضد به د اختلاس په موضوع کي یوه قضايی پروسه پیل سي. د ټاکنو عالي محکمې پریکړه وکړه چي د دې پر ضد دې د اپوزیسون گوند PSDB تورونه وڅیړل شي څیړلو ته اجازه ورکړل سي. د دغو تورونو پر اساس روزیف خپل انتخاباتي کمپاین د انرژۍ د شرکت پیتروباس دغیرقانوني مرستو پواسطه تمويل کړی دی.
د کډوالو د کورنیو یوځای کیدو د بهیر اسانولو غوښتنه
د ملگرو ملتونو د مهاجرينو د عالي سازمان UNHCR یوه لوړ رتبه استازي فولکر تورک، د سه شنبه په ماښام وغوښتل چي اروپايی هيوادونه باید د مهاجرينو د کورنیو راتگ او بیرته یوځای کیدل اسانه کړي. پدې ډول سره هغه د آلماني او اتریشي هغو پیشنهادونو سره مخالفت وکړ چي د کورنیو په بیرته یوځای کیدلو کي دې محدودیتونه رامنځته سي.