د نړۍ مهم خبرونه له متن او نځور سره
باچا خان پوهنتون بیرته د محصلینو پر مخ پرانیستل شو
د پاکستاني چارواکو په وینا پیښور ته څیرمه د چارسدې په سیمه کې د باچا خان پوهنتون تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې بیرته د محصلینو پر مخ پرانیستل شوی دی. تیره اوونۍ پر دغه پوهنتون باندې د وسله والو طالبانو په یرغل کې ۲۱ تنه ووژل شول. د کبیر خان په نوم د پوهنتون یو تن چارواکي ویلي دي چې نن په دغه پوهنتون کې تدریس بیرته پیل شو. د پولیسو په وینا د پوهنتون د امنیت ساتلو له پاره اضافي تدابیر نیول شوي دي.
روحاني اروپا ته په سفر دی
د ایران پر ضد د مهمو بندیزونو د لیرې کیدو وروسته د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني له فرانسې او ایټالیې سره د سوداگریزو اړیکو بیا رغیدو ته هیله من دی. حسن روحاني د خپل سفر تر پیلیدو د مخه ویلي دي چې دې پر نورو سربیره د فر انسې د موټر جونې شرکتونو، «پيژو او رینو» سره د قراردادونو د لاسلیکولو او همداشان په ایران کې د ایټالیې او فرانسې د شرکتو نو پانگونې ته هیله من دی.
دیمیزیر د مهاجرو په کړکیچ کې پر یونان باندې فشار زیات کړی
د کډوالو په کړکیچ کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر پر یونان باندې فشار زیات کړی دی. دیمیزیر په امستردام کې د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي دي چې د «کډوالو شمیر باید په دایمي، احساس وړ او پایښت لرونکي توگه راکم کړای شي او هغه هم په څرگند ډول په راتلونکو اوونیو کې.» نوموړي سیاستوال خبرداری ورکړ چې یونان باید خپل مکلفیتونه پوره کړي که نه نو وخت پر کمیدو دی.
موگیرني: په سملاسي توگه دې کردي سیمو کې اوربند وشي
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فیدریکا موگیرني د ترکیې په سویل ختیځ کردي سیمو کې د «سملاسي» ډز بندۍ غوښتنه کړې ده. موگیرنې دغه غوښتنه په انقره کې د حکومتي استازو سره د ملاقات پر مهال کړې ده. په عین وخت کې هغې «هر ډول تروریزم» په سختو ټکو کې غندلی دی. د اروپایي چارو له پاره ترکي وزیر ولکان بوزکر، په همدغه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت به د یاغیانو پر ضد مبارزې ته ادامه ورکړي.
په امریکا کې د واورې توپان ۸۵ میلیونه کسان اغیزمن کړي
د امریکا متحدو ایالتو په ختیځ کې د واورې د سخت توپان له کبله چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې وژلي دي، اوس مرستندویه کسانو د واورې د پاکولو چارې پیل کړي دي. د کابو ۶۰ سانتي متره نوې واورې په اورښت سره دغې توپان د شنبې او یکشنبې په ورځو عامه ژوند په بشپړه توگه په ټپه درولی وو. تر ۴۴۰۰ زیات پروازونه لغو شول او د نیویارک، فیلاډیلپیا، واشنگټن او بالټیمور هوایي ډگرونو چارې په مؤقتې توگه ودرول شوې.