د نړۍ مشهوره کیڼ لاسي
د نړۍ په تاریخ ډیر شمیر مشهوره کسان کیڼ اړخي ول چې یو شمیر یې دلته په انځورونو کې ښوول شوي دي.
ارسطو
ارسطو له میلاد څخه ۳۸۴ کاله مخکې زیږیدلې او بیا له میلاد څخه ۳۲۲ کاله مخکې وفات شوې دی. نوموړی په دې عقیده وو چې که یوه ټولنه په کلتوري لحاظ هر څومره پرمختللې هم وي، د دې له پاره چې د حکومت د نسکورولو په برخه کې د زور زیاتي مخه ونیول شي، باید مشري د اشرافو په لاس کې وي.
ژولیوس سزار
«ژولیوس سزار» یا د روم قیصر له میلاد څخه سل کاله مخکې زیږیدلې او ۴۴ کاله مخکې تر میلاده مړ شوی دی. نوموړی د روم یو مشهور سیاسي او پوځي مشر وو. د ژولیوس سزار تر مړینې دوه کاله وروسته د روم د سنا مجلس هغه د روم خدای وباله. سزار هم د ګیڼ لاسو د تاریخ یو مشهوره شخص دی.
لیوناردو داوينچى
لیوناردو داوينچى نه یوازی دا چې یو پیاوړی هنرمند وو بلکې یو نابغه او د رنسانس د دورې«له مودرنې دورې څخه مخکې» د ټولو رشتو یو کارپوه وو. که څه هم ده ډیر لږ انځورونه یا مجمسې بشپړ کړې وې، خو د یوه نقاش په توګه د دغه کیڼ لاسي هنرمند ژوند ډیر روښانه وو. د علمي څیړنو سره د لیوالتیا له امله داوینچی نورو کارونو ته وخت نه مونده.
لودویګ فان بیتهوفن
لودویګ فان بیتهوفن د ۱۷۷۰م کال د دسمبر د میاشتې په ۱۷ د آلمان د بن په ښار کې زیږیدلې دی. پلار يي له موسیقۍ سره ډیره مینه لرله او غوښتل يي چې له خپل زوی څخه یو لوې هنرمند جوړ کړي. د موسیقۍ سره همدا د بیتهوفن د پلار مینه وه چې زوی يي په شپږ کلنۍ کې یو ښه کمپوز جوړوونکی شو.
فریدریش نیچه
فریدریش نیچه (۱۸۴۴-۱۹۰۰) فیلسوف، شاعر او آلمانۍ کمپوز جوړونکې وو. د نړۍ د تفکر په تاریخ کې نیچه یو بې ساری مفکر وو. فریدریش نیچه هم د کیڼ لاسو په تاریخ کې یوه مهمه څیره ده.
ماری کوري
پولیندي فزیک پوه او کیمیا پوه مارکوري په ۱۸۶۷ کال کې زیږیدلی دی. نوموړی لومړنی کس وو چې دوه وارې یې د کیمیا او فزیک په څانګو کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. مارکوري په ۱۹۳۴ کال کې د وینې د سرطان له امله د ۶۲ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټی کړې. هغه د رادیوم پر مادې د څیړنو له امله چې یو سرطان زیږونکې ماده ده خپل ژوند له لاسه ورکړ.
چارلي چاپلین
چارلي چاپلین د سینما یو له مشهورو لوبغاړو او د اسکار د جایزې ګټونکی دی. د هغه اکثره فلمونه کمیدي دي. چارلي چاپلین چې د ۶۵ کلونه څخه يي هم د ډیر وخت له پاره د سنیما په برخه کې فعالیت کړی دی د تاریخ له مشهورو کیڼ لاسو څخه شمیرل کیږي.
مهاتما گاندي
مهاتما ګاندي د اصولي اخلاقو درلودونکی سیاستوال وو چې غوښتل يي بې له دې چې له زورزیاتي څخه کار واخیستل شي د حققیت په مرسته خپل هیواد «هندوستان» د بریتانيي له استثمار څخه آزاد کړي. ګاندي د ۱۹۴۸ کال د جنورې د میاشتې په ۳۰ نیټه ووژل شو.
آلبرت انشتاین
آلبرت انشتاین یو مشهور کیڼ لاسې دی. آلبرت انشټاین په ۱۹۰۵ کال کې د خپلو څیړنو پایلې وړاندې کړې چې د هغه وخت یو انقلاب رامنځ ته کړ. د وخت او فضا په هلکه د هغه انقلابي تیوري ، د فزیک د علم په اساس باندې بدله شوه او د طبیعي او مودرنه علومو د پرمختګ له پاره يي لاره هواره کړه.
گونتر گراس
مشهور آلمانې لیکوال او هنرمند ګونترګراس، چې د سولې جایزې ګټونکې هم دی د ۱۹۶۱ کال راهیسې د سوسیال دیموکراتانو د بریالیتوب له پاره په دې ګوند کې فعالیت کوي. له دغه ګوند څخه د آلمان لومړيو وزیرانو هریو ویلي برانټ، هلموت شمیت او ګرهارد شرودر، په وار وار سره اعلان کړی دی چې د دوی د ګوند د بریالیتوب ترشا د دغه محبوب لیکوال لاس دی.
ستیومک کوئین
ستیو مک کوئین، یو مشهور امریکايي سینمایي ستوری دی چې په ۱۹۳۰ کال زیږیدلې او په ۱۹۸۰ کال کې مړ شوی دی. هغه د لومړي ځل له د «حباب» په نامه په یوه فلم کې نقش ولوبوه. ستیو مک کوئین، هم د تاریخ د مشهورو کیڼ لاسو څخه دی.
جیمې هندریکس
جیمې هندریکس د ۱۹۴۲ کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په شمال لویدیځ ښار سیاتل کې وزیږیده. د دغه چپ لاسي ګیتارغږونکي او سندرغاړي د ژوند ډیره برخه په کنسرتونو کې تیره شوه. د ده کنسرتونه د موسیقۍ د مینه والو په زړونو کې د یوې تاریخي پېښې په توګه پاتې دي. هندریکس د ۱۹۷۰ کال د سپټمبر په ۱۸ د ۲۷ کلنۍ په عمر په لندن کې مړ شو.
ګوګوش
ایرانۍ مشهوره سندرغاړۍ فایقه آتشین چې په ګوګوش مشهوره ده په ۱۳۲۹هجري شمسي کال کې په تهران کې زیږیدلې ده. نومړۍ د ایران د موسیقي په تاریخ کې تر ټولو محبوب سندرغاړې ده چې د منځني آسیا او منځني ختیځ په هیوادونو کې د ځانکړي شهرت خاونده ده. ګوګوش د ایران له مشهورو ګیڼ لاسو څخه ده.
بارک اوباما
د امریکا متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر بارک اوباما، هم د معاصر تاریخ له مشهورو کیڼ لاسو څخه دی. هغه په ۱۹۶۱م کال کې زیږیدلې دی. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو ۴۴م ولسمشر دی. اوباما هم د سولې د نوبل جایزې د ګټونکو په کتار کې ځای لري.
رضا پهلوي
رضا پهلوي په ۱۹۳۹ کال کې د ایران په پلازمېنه تهران کې زیږیدلې. نوموړی د محمد رضا شاه پهلوي او میرمن فرح دیبا زوې دی چې د ایران له مشهورو کیڼ لاسو څخه شمیرل کیږي.
انجلینا جولي
امریکايي فلمي ستورې او د «کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ښه نیک سفیره» انجلینا جولي په ۱۹۷۵ کال کې زیږیدلې. جولي درې ځله د ګلډن ګلوب، او یو ځل د اسکار د جایزو ګټونکې ده.