د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
اوزوغوز د ترکيې پر غبرګون انتقاد وکړ
د ادغام په چارو کې د آلمان د حکومت استازې، ايدان اوزوغوز، د ترکي وزيرانو د غونډو د لغوه کېدو په هکله د ترکيې غبرګون «له حده زيات» بللی دی. د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې وويل چې سياسي ناندرۍ د هيڅ هېواد په ګټه نه دي. له دې کبله د هغې په حواله د حيرانتيا وړ ده چې له ترکيې سره معقوله بحث نور نه شي کېدای. انقرې په آلمان کې د ترکي سياستوالو د غونډو لغوه کېدلو ته قهرجن عکس العمل ښودلی وو.
په اردن کې ۱۵ کسان اعدام شول
په اردن کې ۱۵ کسان اعدام شوي دي. د دغه هېواد د اطلاعتو وزير، محمود المومني، دولتي خبري اژانس، پېترا، ته ويلي دي چې لس کسان د پلازمېنې عَمان سويل ته پراته په يوه زندان کې د ترهګرۍ په تور اعدام شوي دي. د دغو څرګندونو له مخې دغو کسانو په يوې «تروريستي ډلې» پورې تعلق درلوده چې پر امنيتي ادارو او ځواکونو يې ښايي بريدونه کړي وي. پنځه نور تنه د جنسي تېريو په تور محکوم شوي او اعدام شوي دي.
چين په رسمي ډول خپله دفاعي بودجه ۷ سلنه لوړه کړې
د امريکا له متحده آيالاتو سره د وروستۍ ترينګلتيا سربېره چين غواړي چې خپله دفاعي بودجه سږ کال تقريبا ۷ قيصده جګه کړي. په پکينګ کې د ولسي کانګرس تر کلنۍ غونډې يوه ورځ مخکې د هغې وياند، فو ايينګ، د امريکا پر متحده آيالاتو باندې غږ وکړ چې د چين په جنوبي سمندر کې دې د ټاپوګانو په سر لانجه کې له زغم څخه کار واخلي. يو کال مخکې چين خپله پوځي بودجه ۷،۶ سلنه يعنې ۱۳۰ ملياردو يورو ته لوړه کړې وه.
د سوريې په اړه د سولې خبرې اترې دوام مومي
په ژنيف کې د سوريې په سر د سولې خبرې اترې له اتو ورځو سختو ناندريو وروسته په يو حد اقل توافق سره پای ته رسېدلې دي. د ملګرو ملتونو منځګړي استازي، ستفان دې مېستورا په ماښام کې وويل چې «خبرې ډېرې سختې، خو ډېرې رغونکې هم وې.» د هغه د څرګندونو له مخې ګډونوالو د نورو اقداماتو له پاره «يوه څرګنده اجنډا» رامنځ ته کړې ده. هغه څلور ټکي رانغاړي، چې ښه حکومتوالي او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه پکې هم راځي.
په ايرلنډ کې د «يو ډي پي» ګوند ټاکنې وګټلې
په شمالي ايرلنډ کې بريتانيا پلوي «ډي يو پي» ګوند پارلماني انتخابات وګټل. دغه پروتستانت ګوند د موقتي پايلو له مخې ۲۸ چوکۍ تر لاسه کړې دي، چې ورپسې کاتوليکي جمهوري پال، شين فېن، ګوند ۲۷ چوکۍ ګټلې دي. په ټاکنو کې ګډون ۶۵ سلنو ته رسيږي. دغه دواړه په خپلو منځو کې سره وران، ګوندونه اوس درې اوونۍ وخت لري څو يو نوی آيالتي حکومت رامنځ ته کړي.
د هايتي پخوانی ولسمشر ومړ
د هايتي پخوانی ولسمشر، رېنې برېوال، مړ شوی دی. هغه د «ايچ پي ان» خبري اژانس په حواله د ۷۴ کلونو په عمر د زړه د حملې په نړۍ کې ومړ. برحاله ولسمشر، يوېنېل مويسه، وويل چې د «هايتي د دغه وړ زور» مخکې دی خپل سر ټيټوي. پرېوال د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په منځ او د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ کاله پورې د کاريبين په سمندر کې پروت د دغه هېواد رئيس جمهور وو.
اروپايي قاضيانو د ترکي قاضيانو له پاره د مرستو صندوق تاسيس جوړ کړ
په اروپا کې د قاضيانو ټولنو د مرستو داسې يو صندوق رامنځ ته کړی دی چې غواړي له دندو د ګوښه شويو يا بندي شويو ترکي قاضيانو او څارنوالو او د هغوی له کورنيو سره مرسته کوي. د لومړنۍ پانګې په توګه د ۵۰ زره يورو لرونکي په دغه صندوق کې له ټولې اروپا څخه د قاضیانو ټولنې ګډون لري. دغه خبره د آلمان د قاضيانو د ټولنې اجرائيو رئيس، سوْېن رېبېن، وکړه.