د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاپ د ولس پارونکو او د هيټلر د وخت تر منځ شباهت ويني
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د امريکا په متحده آيالاتو کې د دونالد ټرمپ ولسمشري يو نوی پړاو بولي. شتاينماير د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼه کې تبصره کړې او ويلي يې دي چې د شلمې پېړۍ دنيا د نونالد ټرمپ په انتخاب سره په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده.» دا چې د نظم ساتلو کوم ډولونه او تصورات به اوس د پخواني سيستم پر ځای رامنځ ته شي، د شتاينماير په خبره «لا هيڅ څرګنده» نه ده.
شتاينماير: د شلمې پېړۍ نړۍ پای ته ورسېده
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د امريکا په متحده آيالاتو کې د دونالد ټرمپ ولسمشري يو نوی پړاو بولي. شتاينماير د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼه کې تبصره کړې او ويلي يې دي چې د شلمې پېړۍ دنيا د نونالد ټرمپ په انتخاب سره په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده.» دا چې د نظم ساتلو کوم ډولونه او تصورات به اوس د پخواني سيستم پر ځای رامنځ ته شي، د شتاينماير په خبره «لا هيڅ څرګنده» نه ده.
په لکونو خلکو د ټرمپ پر ضد مظاهره وکړه
قدرت ته تر رسېدلو يوه ورځ وروسته د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ټرمپ، مخالفينو په هېواد کې دننه او دباندې خپل غږ پورته کړی دی: په واشنګټن کې په لکونو انسانان يوې لويې مظاهرې ته سره راټول شول. «د واشنګټن په لور د ښځو په مارش» کې داسې وتلې څېرو لکه مادونا او جان کېري هم برخه واخيستله. په انتخاباتو کې د ټرمپ اصلي سيالې، هيلري کلينټن، هم د تويتر د لارې له مظاهره چيانو سره پيوستون اعلان کړ.
ټرمپ د متحده آيالاتو پر استخباراتو اعتماد څرګند کړ
د متحده آيالاتو نوي ولسمشر، دونالد ټرمپ، د خپل هېواد څارګرو ادارو ته خپل پوره اعتماد څرګند کړی دی. ټرمپ د واشنګټن په لېنګلې کې د بهرني استخباراتو، سي آي آی، له ادارې څخه د ليدنې پر مهال وويل: «زه زر په سلو کې ستاسو پلويتوب کوم.» په تېرو مياشتو کې ټرمپ پر استخباراتو باندې په وار وار کلک انتقادونه کړي ول. ټرمپ د هغه په نفع د روسيې د انترنېټي لاسوهنو په هکله معلومات تل رد کړي ول.
په يمن کې د القاعدې څلور جنګياليٍ ووژل شول
د بې پيلوټه الوتکو په واسطه په يمن کې د متحده آيالاتو په بريدونو کې څلور شکمن د القاعدې جنګيالي وژل شوي دي. د يمن د امنيتي ځواکونو او قبايلي مشرانو په قول يو قوماندان او دوه نور تندلاري د شنبې په ورځ په مرکزي ولايت البيضا کې په نخښه شول. په عين سيمه کې د جمعې په ورځ هم د القاعدې يو پوځي روزونکی له هوا څخه ويشتل او وژل شوی وو.
د بيت المقدس په ختيځ کې د سلګونو استوګنځايونو جوړونې ته اجازه
اسرائيلي مقاماتو د بيت المقدس په الحاق شوي ختيځ کې د يهودي استوګنځايونو پراختيا ته اجازه ورکړې ده. د بيت المقدس ښاروالۍ د مرستيال ښاروال، مئير توريئمن، په حواله د ۵۶۶ ناقلينو د استوګنځايونو جوړونې ته جواز صادر کړی. دغه پروژه د دسمبر په پای کې د متحده آيالاتو د ولسمشر بارک اوباما د دورې تر پای ته رسېدو پورې ځنډول شوې وه.
د ګمبيا پخوانی ولسمشر په تبعيد کې دی
د لويديځې افريقا په ګمبيا هېواد کې د ټاکنو بايلونکی، يحيی جامع، اوس تبعيد شوی دی. جامع ۲۲ کاله په ګمبيا کې قدرت لرلی او اوس په يوه شخصي الوتکه کې استوايي ګينيا ته ورغلی دی. د جامع په تبعيد سره اوس آدامه بارو د ګامبيا ولسمشر جوړ شوی چې لوړه يې هم کړی دی.
د فرانسې سوسياليستان د ولسمشرۍ له پاره خپل کانديد نوموي
په فرانسه کې پر خلکو باندې غږ شوی دی چې د ولسمشرۍ له پاره د سوسياليستانو د کانديد په سر رايې واچوي. په مقدماتي ټاکنو کې د حاکم ګوند او نورو وړو ګوندونو څخه اووه کانديدان سيالۍ ته ودريږي. د پخواني صدراعظم، مانوېل والس، تر څنګ په ټولپوښتنو کې د ګوند کيڼ اړخي د کانديدېدو ډېر چانس لري. هغه پخواني وزيران بېنوا هامون او ارنو مونته بورګ دي.
په چين کې هوټل تر خاورو لاندې شوی، دولس يې وژلي
د خاورو او ډبرو يوې ښوېدنې په چين کې يو هوټل لاندې کړی دی. لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي. لکه څنګه چې دولتي خبري اژانس شينهوا خبر ورکوي ژغورونکو ورورستني لادرکه شوي کسان د چين په مرکزي ولايت هونان، کې د نانژانګ ولسوالۍ د يوې درې پوړيزې ودانۍ له کنډوالې څخه درې کسان ژغورلي دي.