د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پر پوتين باندې د هېکري بريدونو تورونه
د متحده آيالاتو څارګرې ادارې په دې نظر دي چې د روسيې ولسمشر، پوتين، د داسې يوه سايبري کمپاين امر کړی دی څو د امريکا ولسمشريزې ټاکنې د ډونالد ټرمپ په ګټه پايله ولري. د بېلابېلو ادارو په يوه ګډ راپور کې راغلي دي چې روسيې دا هدف لاره چې د امريکا په متحده آيالاتو کې په دغه دموکراتيک بهير کې د عامو خلکو د باور کچه راټيټه کړي. د روسيې هدف د راپور له مخې دا وو چې د دې تر څنګ د هيلري کلينټن نوم بد کړي.
ټرمپ: هېکري بريدونو د انتخاباتو پر پايلو اغېز نه دی کړی
د متحده آيالاتو ټاکل شوي ولسمشر، دونالد ټرمپ يو ځل بيا انکار وکړ چې هېکري بريدونو دې د انتخاباتي منډو ترړو په ترڅ کې د ټاکنو پر پايلو باندې اغېزې لرلی وي. دغه خبره ټرمپ له هغه وروسته وکړه چې د ملي امنيت د مدير، جېمز کلېپر، د سي آي ای د مشر، جون برېنن او د اف بي آی د مشر، جېمز کومېي سره يې خبرې کړې وې. ټرمپ دا ونه ويل چې آيا دی هم په دې نظر دی چې د روسيې حکومت د دغو بريدونو تر شا ولاړ دی، که نه.
ماسن د عامري په قضيه کې له پلټونکو ننګه وکړه
د آلمان د اساسي قانون د څار د ادارې مشر، هانس ګېورګ ماسن، په آيالتونو او وفاق کې د انيس عامري په قضيه کې تر نويو بربنډونو وروسته د انتقادونو په وړاندې د ترهګرۍ ضد کارپوهانو ننګه کړې ده. ماسن د آلمان خبري اژانس ته وويل چې د «ترهګرۍ ضد د دفاع د مرکز» کارکوونکي په مسلکي توګه او د تجربې له مخې قضيې څېړي. د امنيتي ادارو پر فعاليت باندې د عامري له خوا تر تروريستي بريد وروسته انتقادونه شوي دي.
په اروپا کې ډېرې سختې سړې هوا خلک حيران کړي دي
ډېرې سختې سړې هوا اروپا په قبضه کې نيولې ده. په پولنډ کې د دوو ورځو په ترڅ کې لږ تر لږه لس انسانان د منفي لسو درجو په سړې هوا کې مړه شوي دي. د ډېرې واورې د اورښت له کبله په استانبول کې د موټرو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی. د ترکيې په دغه ستر ښار کې نړيوالو هواي ډګرونو ۵۰۰ الوتنې هم لغوه کړې دي. سمندري پوليسو د استانبول د اروپايي او آسيايي برخو تر منځ د کښتيو تګ راتګ هم درولی دی.
د يوه اروپايي ګوند د فراکسيون مشر غواړي چې د کډوالو په هکله پلټنې وکړي
د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د محافظه کار «اي وي پي» يا اروپايي ولسي ګوند، د فراکسيون مشر، مانفرېد وېبر، په اروپا کې د کډوالو په هکله د هر اړخيزو پلټنو غوښتنه کړې ده. د آلمان «زويد دويچه» ورځپاڼه د وېبر د لسو نقطو يو پلان خپور کړی دی. پکې يې غوښتي دي چې په تېرو درېو کلونو کې اروپا ته د راغلو کډوالو په هکله دې د برېښنايي معلوماتي زېرمو په واسطه څېړنې وشي.
په ترکيه کې له دندو ګوښه کېدل او د اتحاديو تړل دوام لري
په ترکيه کې د ناکامې کودتا په تړاو ترکي ادارو څه باندې ۶۰۰۰ نور انسانان له دولتي دندو څخه ګوښه کړي او په لسګونو اتحاديې يې ممنوع اعلان کړي دي. د درو نويو فرمانونو په اساس څه باندې ۲۶۰۰ پوليس، د عدليې د وزارت کابو ۱۷۰۰ مامورين او د روغتيا د وزارت څه باندې ۸۰۰ مامورين له دندو بې برخې شوي دي. د دې تر څنګ نورو مامورينو، د پوهنتونو ۶۰۰ کارکوونکو او د دولتي شورا اتو غړو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.