د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د حلب له ختيځه د انسانانو په انتقال کي خنډونه
د حلب ښار له ختيځه د انسانانو د انتقالولو په تړاو ضد و نقيض خبرونه ورکول سوي دي. د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چي ټولو ياغي ډلو له خپلو کورنيو سره دغه سيمه خوشي کړې ده. خو د ياغيانو د يوې ډلې وياند ويلي دي چي له حلب څخه د انسانانو د انتقالولو پروسه لا نه ده بشپړه سوې.
پوتين او ابې د ټاپوګانو د ملکيت لانجې په حلولو ونه توانېدل
د روسيې او جاپان په سرمشريزه کي د آرام سمندر د کوريل ټاپوګانو د ملکيت لانجې پر حل تفاهم نه دی سوی. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د جاپان لومړي وزير شينزو ابې، په دغه سرمشريزه کي ځيني اقتصادي تړونونه لاسليک کړل چي بعضي يې د کوريل ټاپوګانو سره مربوط ول کو چي له ۱۹۴۵م کال راهيسي د روسيې تر کنټرول لاندي دي، خو جاپان يې هم د ملکيت ادعا لري.
آلماني چارواکي د کرسمس پر بازار د بمي بريد د هڅې پلټنې کوي
د آلمان څارنوالي د دغه هيواد د لوډويګ هافن ښار په یو کرسمس بازار کي له ميخونو جوړ يوه بم تر موندلو وروسته پلټنې کوي. چارواکو ويلي چي دمګړی د روانو تحقيقاتو په سبب په دې تړاو نور معلومات نه سي ورکولای. د آلمان د فوکوس مجلې د يوه راپور له مخي يو دولس کلن هلک هڅه کړې وه چي په ياد ښار کي د کرسمس په يوه بازار کي له ميخونو څخه ډک بم ته چاودنه ورکړي.
آلمان ـ زيات رد سوي مهاجر په محکمو کي شکايتونه کوي
د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې ويلي دي چي مخ په زياتېدو توګه رد سوي مهاجر د آلمان په محکمو کي د خپلې پناه غوښتنې د ردېدو پر ضد حقوقي دعوې کوي. د يادې ادارې په وينا په روان مېلادي کال د رد سوو مهاجرو۲۱ سلنه يې محکمو ته مراجعه کړې ده. په دې توګه سره يادي ادارې د آلمان د «بلډ» په نوم ورځپاڼي راپورونه تائيد کړل.
د لوګر ولايت د يوې ځايي راډيو رئيس وژل سوی
د لوګر ولايت چارواکو ويلي دي چي د ياد ولايت د يوې سيمه ايزي راډيو رئيس په يو وسله وال بريد کي وژل سوی دی. د لوګر د والي وياند سليم صالح د جمعې په ورځ وويل چي دوو داسي وسله والو چي مخونه يې پټ ول، پر محمد ناصر مدثر هغه وخت ډزې وکړې، کله چي هغه په خپل موټر کي د کور پر لور روان ؤ. ويل سوي چي محمد ناصر مدثر له ۲۰۰۲م کال راهيسي د پيغام ملي په نوم راډيو مسئول وو.