د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
راپور: د افغانانو ډله يز اخراج ته چمتووالی نيول شوی
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د رسنيو د يوه راپور له مخې د افغانانو ډله ييز اخراج ته چمتووالی نيسي. د «دېر شپيګل» مجله د دغه وزارت په حواله ليکي چې په دسمبر مياشت کې د پنځوسو افغان اتباعو له پاره يوه طياره نيول کيږي چې د خوښې خلاف يې خپل هېواد ته بېرته لېږي. په اکتوبر مياشت کې آلمان او افغانستان د رد شوو پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدلو ګډه اعلاميه لاسليک کړې وه.
د ج کوريا اپوزيسون غواړي ولسمشره له دندې ګوښه کړي
د جنوبي کوريا اپوزيسيون د ناندئيزې ولسمشرې، پارک ګېون هيې په وړاندې له دندې څخه د لېرې کولو د بهير د شروع کولو رسمي غوښتنه کړې ده. د پارلمان د ۳۰۰ غړو څخه ۱۷۱ د دغه اقدام څخه ملاتړ کوي، چې تصميم به يې يوه اوونۍ وروسته نيول کيږي. اپوزيسيون بيا د حکومتي ګوند ۳۰ تنو ته اړتيا لري، څو اکثريت رايې خپلې کړي. د جنوبي کوريا ولسمشره، پارک، له اونيو راهيسې د اداري فساد له کبله تر فشار لاندې راغلې ده.
د سوريې پوځ په حلب کې د ياغيانو يوه بله ناحيه نيولې ده
د سوريې پوځ او متحدينو يې د فعالينو د څرګندونو له مخې د حلب په ختيځ کې له ياغيانو څخه يوه بله ناحيه هم نیولې ده. لکه څنګه چې په سوريه کې د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ ويلي دي، پوځ د شبې له خوا د طريق الباب سيمه نيولې ده. په دې ترتيب ښايي د حلب د شرقي برخې ۶۰ سلنه د رژيم په لاس کې وي. د ۲۰۱۲ کال را په دې خوا ياغيانو د ښار شرقي برخه او رژيم غربي څنډه تر کنترول لاندې لرلې وه.
د انګولا اوږدمهاله ولسمشر ښايي استعفا وکړي
له ۳۷ کاله قدرت درلودلو وروسته، د انګولا ولسمشر، خوزې ادواردو دوس سانتوس، غواړي چې دولتي راډيو په حواله استعفا ورکړي. په راډيو کې د حکومتي ګوند، «ام پي ال آی» په حواله ويل شوي دي چې دوس سانتوس غواړي د ۲۰۱۷ کال د انتخاباتو مخکې قدرت بل چا ته پرېږدي. ۷۴ کلن دوس سانتوس په ۱۹۷۹ يم م کال کې واک ته رسېدلی وو.
پکينګ امريکا ته د «يو چين پاليسۍ» څخه د په شا کېدلو اخطار ورکړ
وروسته له هغه چې د متحده آيالاتو راتلونکي ولسمشر، دونالد ټرمپ، د تايوان له ولسمشرې، څاي اينګ وېن، سره تليفوني خبرې کړې دي، اوس پکينګ د واشنګټن له خوا د «يو چين پاليسۍ» په رعايت باندې ټينګار کوي. د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ ييي، د هانګ کانګ فوېنيکس تلويزيوني چېنل ته ويلي دي چې هغه پرنسيپ چې له مخې يې د چين يوازې يوه مشرتابه په رسميت پېژندل کيږي، له متحده آيالاتو سره د اړيکو اصلي بنسټ تشکيلوي.
رېنڅي له ايټالويانو په اساسي قانون کې د اصلاحاتو څخه ملاتړ وغوښت
له هغه رفرنډم څخه مخکې چې ټولورته په تلوسې سره ګوري، د ايټاليا حکومتي مشر، ماتېو رېنڅي، له خپلو هېوادوالو په وروستي ځل په اساسي قانون کې د تغييراتو راوستلو په پلويتوب د رايو ورکولو هيله کړې ده. د صدراعظم رينڅي د وړانديز له مخې به په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو د لارې د دوو برابرو پارلماني خونو د موازي شتون اوسنی سيستم له منځه ولاړ شي. له دې کبله به سياسي ثبات رامنځ ته شي.
امريکا په چين باندې د آلماني ايکسترون شرکت د پلورلو مخه ونيوله
په يو چينايي شرکت باندې د آلماني ايکسترون نومي د ماشينونو جوړولو د شرکت پلورنه د متحده آيالاتو د ولسمشر، بارک اوباما، د وېټو له کبله ناکامه شوې ده. سپينې ماڼۍ د متحده آيالاتو د بهرنيو پانګونو د ادارې په سپارښتنه د ملي امنيتي وجوهاتو له مخې د دغه تجارت مخه نيولې ده. علت يې هغه اندېښنې دي چې له مخې يې کېدای شي د ايکسترون توليدات په نظامي برخه کې هم وکارول شي.