د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په نوي زيلنډ کې زوروره زلزله شوې
په نوي زيلنډ کې د يکشنبې په ورځ زوروره زلزله شوې ده. د متحده آيالاتو د «يو اس جي اس» نومي انستيتوت د معلوماتو له مخې ټکانونه د ۷،۴ درجې ته رسېدل چې د کرايست چورچ ښار څخه ۹۰ کيلومتره شمال لوري ته يې يوه سيمه لړزولې ده. د ۶،۳ په مقدار يوې زلزلې په ۲۰۱۱ کال کې په همدغه سيمه کې پراخې ويجاړې اړولې وې.
فرانسه سرحدي کنترول زياتول غواړي
د فرانسې صدراعظم، مانوېل والس، له اسلامپالې ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره په سرحدونو کې لا زيات کنترول غوښتی دی. د متحده آيالاتو په څېر بايد د ده په قول د سفر د جواز اخيستلو يو اروپايي سيستم هم رامنځ ته شي څو له مخکې امنيتي کنترول ممکن شي. سربېره پر دې بايد د اروپايي ټولنې په بهرنيو پولو کې په عمومي ډول کنترول وشي.
امريکا په سلګونو مهاجر له استراليا څخه مني
استراليا او د امريکا متحده آيالاتو د امريکې له خوا د په سلګونو مهاجرو پر منلو موافقه کړې ده. د استراليا صدراعظم، مالکولم تورنبول، ټينګار وکړ چې دا موافقه يوازې يو وارې کيږي او په هغو مهاجرو پورې اړه لري چې اوسمهال په کمپونو کې مېشت دي. نوي راغلي کډوال به پکې شامل نه وي. تر ټولو لومړی به ښځې، ماشومان او کورنيو ته امريکا ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.
په مولدوا کې د ولسمشرۍ انتخابات پيل شول
په پخواني شوروي جمهوريت، مولدوا کې د رياست جمهورۍ له پاره انتخابات پيل شوي دي. سوسياليست، ايګور دودون پکې مخکښ بلل شوی دی. هغه له خپل روسي پلوي پروګرام سره د انتخاباتو په لومړۍ دوره کې ۴۸ سلنه رايې اخيستې وې. د دودون اصلي سياله، ليبراله سياستواله، مايا ساندو، ده چې د لويديځ په لور تمايلات لري. د مولدوا جمهوريت تقريبا درې نيم ميليونه اوسېدونکي لري.
په بلغاريا کې نوی ولسمشر ټاکل کيږي
په بلغاريا کې د دوو کانديدانو تر منځ د رياست جمهورۍ له پاره انتخابات پيل شوي دي. ټاکنو ته د اپوزيسيون سوسياليستي کانديد، يعنې روسيې ته لېواله پخوانی جنرال، رومن رادېف، او د منځني قشر د حکومتي ګوند، «جي اي ار بي» نومانده، زېزکا زاچېوا، ولاړ دي. په ټولو نظرپوښتنو کې رادېف څه باندې لس فيصده مخکښه راوتلی دی.