د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په ترکيه کې د بريد د قربانيانو شمېر په لوړېدو دی
د ترکيې په ګازيانتېپ ښار کې تر بريد وروسته اوس د مړو شمېر ۵۰ ته ختلی دی. دغه خبر د «سي ان ان ترک» تلويزيوني چېنل د والي په حواله ورکړی دی. څه باندې ۹۰ انسانان ټپيان شوي هم دی. بريد د واده پر مراسمو تر سره شو چې د بېی باهجه په ناحيه کې تر سره کېدل. د کردانو د «ايچ دي پي» ګوند ويلي دي چې دغه واده د دوی د يوه غړي واده وو. د ترکيې مرستيال صدراعظم، مېمېت سيمسېک د يوه شکمن ځانمرګي بريد څخه خبرې کولې.
افغان پوځ د خان آباد ولسوالي بېرته نيولې ده
افغان پوځ د کندز په ولايت کې د خان آباد ولسوالي بېرته نيولې ده. دغه خبره د ولايتي شورا غړي، مولوي عبدالله کړې ده. د سختو جنګونو له کبله په زرګونو ملکي کسان له جګړه ځپلو سيمو څخه تښتېدلي دي. د ۲۰۱۵ کال په مني کې هم طالبانو د لږ وخت له پاره په کندز کې پرمختګ کړی وو. په نورو ولسواليو کې هم نښتې دوام لري.
د فيليپين ولسمشر له ملګرو ملتونو څخه د وتلو ګواښ وکړ
د فيليپين ولسمشر، رودريګو دوتېرته، د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې ورباندې د شوو انتقادونو له کبله له ملګرو ملتونو څخه د وتلو ګواښ کړی دی. هغهْ د ملګرو ملتونو پر کاپوهانو تور ولګاوه چې د هغه د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي. دوتېرته په خپل پلرني ښار، داواو کې وويل چې کېدای شي له ملګرو ملتونو څخه وتل به غوره وي.
د سوماليا په ګالکايو کې غبرګ بريدونه شوي دي
په سوماليا کې د موټر په واسطه د غبرګو ځانمرګو بريدونو له لارې لږ تر لږه لس انسانان وژل شوي دي. د پوليسو په خبره بمونه د سيمه يزو حکومتي تاسيساتو مخکې په ګالکايو کې وچاودل. ګالکايو د پونتلنډ په نوم په نيمه خپلواکې سيمه کې قرار لري. د الشباب په نوم تروريستي ډلې د بريد پړه منلې ده.
شتاينماير له روسيې په حلب کې د اوربند پلي کېدل غواړي
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينمایر، له روسيې وغوښتل چې د سوريې په حلب ښار کې د اعلان شوي اوربند د پلي کېدو غم وخوري. شتاينماير د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې د ۴۸ ساعته اوربند تر موافقې وروسته بايد اوس هغه پلی هم شي. حلب ته بايد د ده په خبره ژر تر ژره د بشري مرستو توکي ورسیږي څو په سيمه کې مېشت خلک د ژوند د اړتيا وړ شيان تر لاسه کړي.
ايران د هوايي دفاع نوي توغندي نندارې ته وړاندې کړل
د ايران ولسمشر، حسن روحاني، او د دفاع وزير، حسين دهقان، په تهران کې د «باور ۳۷۳» په نوم د هوايي دفاع د توغنديو سيستم معرفي کړی دی. دغه دفاعي سيستم د رسمي څرګندونو له مخې کولای شي چې د مارش توغندي، بې پيلوټه او جنګي الوتکې او همداراز د اوږده واټن توغندي هم وولي. د دغه سيستم جوړېدل په ۲۰۱۰ کال کې پيل شول کله چې د روسي «اس ۳۰۰» ډوله توغنديو معامله د بنديزونو له کبله ناکامه شوې وه.