د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترکيې د آلمان له استخباراتو څخه مرسته وغوښته
د ترکيې استخباراتو د آلمان له څارګرې ادارې د «دېر شپيګل» خبري مجلې په حواله د ګولن غورځنګ په وړاندې په مبارزه کې مرسته غوښتې ده. مجلې دا هم ليکلي دي چې دغه معلومات په هغو محرمو اسنادو کې راغلي دي چې کارکوونکو يې ليدلي دي. د ترکيې پټه اداره له دې مخې د آلمان له څارګرې ادارې غوښتنه کوي چې په آلمان کې دې پر تصميم نيونکو اشخاصو باندې تاثير واچوي څو د فتح الله ګولن پلويان ترکيې ته ورتسليم شي.
طالبانو په کندز کې نورې سيمې نيولې دي
له سختو نښتو وروسته طالبانو د افغانستان په شمالي ولايت کندز کې نورې سيمې نيولې دي. د سهار له خوا د خان آباد ولسوالي د طالبانو لاس ته ورلوېدلې ده. دغه خبره د دغه ځای د ولايتي شورا يوه غړي کړې ده. امنيتي ځواکونه اوس هڅه کوي چې طالبانو په شا وتمبوي. په خان آباد کې د طالبانو په پوځي پرمختګ سره اوس د کندز ولايت څلور ولسوالۍ له پنځو څخه يا په جګړو کې ښکېل يا د اسلامپالو تر کنترول لاندې دي.
امريکايي جنګي الوتکو په سوريه کې د کردانو ملاتړ ته وردانګلي
د سوريې د حکومتي ځواکونو د تعرضي عملياتو له کبله د امريکا متحده آيالاتو د دغه هېواد شمال ختيځ ته له کردانو څخه د هوايي ملاتړ په موخه الوتکې ورلېږلې دي. د پنټاګون وياند، جېف ديويس، په واشنګټن کې وويل چې د جنګي الوتکو په ماموريت سره به څرګنده شي چې د امريکا هوايي ځواک «تر ګواښ لاندې راغلي ځمکني واحدونه ساتلی شي.»
د ټرمپ د انتخاباتي کمپاين مشر استعفا ورکړه
د جمهوري غوښتونکي کانديد، دونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاين مشر، پاول منافورت، استعفا کړې ده. منافورت په اوکراين کې د شکمنو تجارتي معاملو له کبله تر انتقادونو لاندې راغلی وو. د «نيو يارک ټايمز» د څېړنو له مخې يې د اوکراين د روسي پلوي ګوند له خوا په ميليونو ډالره اخيستي ول. په دغه ګوند کې د اوکراين پخوانی ولسمشر، ويکتور يانوکوويچ، هم غړيتوب لري.
د کالې «ځنګل» نومي کمپ ته ۷۰۰۰ کډوالو مخه کړې
فرانسوي چارواکو منلې ده، چې د کالې په غيرقانوني کمپ کې د کډوالو شمېر خورا لوړ شوی دی. په دغه «ځنګل» نومي کمپ کې په دې وروستيو کې تقريبا ۶۹۰۰ تنه کډوال شمېرل شوي دي. دغه خبره ځايي چارواکو کړې ده. په ۲۰۱۵ کال کې د دغه کمپ په رامنځ ته کېدلو سره تر اوسه پورې دغومره ډېر خلک هيڅ کله هم نه ول شمېرل شوي. مرستندويه سازمانونه د کډوالو شمېر لا زيات ښېي او د څه باندې ۹۰۰۰ کډوالو څخه خبرې کوي.
د زيکا ويروس په فلوريدا کې په خپرېدو دی
د امریکا په فلوريدا آيالت کې ځايي چارواکو د زيکا د ويروس خپرېدنه په مايمي ښار کې تائيد کړې ده. والي، ريک سکاټ، وويل چې ويروس په مايمي بيچ او هم د ښار په يوه بله شمالي ناحيه کې په خپرېدو دی. د متحده آيالاتو د روغتيا اداره حامله ښځو ته مايمي بيچ ته له سفر څخه خبرداری ورکوي. روغتيايي کارپوهانو له ډېرې مودې راهيسې دغه اندېښنه لرله چې په ويروس اخته ماشي په متحده آيالاتو کې د زيکا د خپرېدلو لامل شي.