د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د بمونو لړۍ په تايلنډ کې لږ تر لږه ۴ انسانان وژلي
د سيلانۍ د اوج په وخت، يعنې د دوبنيو رخصتيو په منځ کې په تايلنډ کې ډېر تفريحي ځايونه د بريدونو پر صحنو بدل شوي دي. لږ تر لږه څلور انسانان مړه شول او څه باندې ۲۰ تنه ټپيان شول کله چې د کابو اتو ساعتونو په ترڅ کې بېلابېلې بمي چاودنې وشوې. يوه چاودنه د لامبو په «هواهين» نومي ځای او نور بريدونه د «پوکېټ» په ټاپو او د هېواد په سويل کې تر سره شول. د ژوبل شوو کسانو په ډله کې بهرني سيلانيان هم شتون لري.
د ترکيې د فوټبال ستوري د نيولو امر شوی
د ترکيې لويې څارنوالۍ د کودتا د هڅې په تړاو د فوټبال د پخواني ستوري، هاکان شُکور، د نيونې امر کړی دی. د امريکا په متحده آيالاتو کې مېشت، شُکور، باندې تور لګول شوی دی چې د ګولن د غورځنګ پلوی دی او په دې ترتيب «د يوه وسله وال تروريستي سازمان» غړيتوب هم لري. دغه خبر د انادولو په نوم خبري اژانس ورکړی دی. د شُکور د پلار، سېلمېت، د نيولو امر هم شوی دی.
پوتين د کريملين د پوځي مشرتابه رئيس ايواناوف ګوښه کړی دی
د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، خپل پخوانی نژدې ملګری او د کريملين د پوځي مشرتابه رئيس سېرګي ايوانوف، په ناڅاپه توګه ګوښه کړی دی. کريملين ويلي دي چې ايوانوف به په راتلونکي کې د چاپېريال او ترانسپورت د چارو د رئيس ځانګړی استازی مقرر شي. د استخباراتو دغه پخوانی کارکوونکی او د دفاع پخوانی وزير، د ۲۰۱۱ کال تر پای راهيسې د کريملين اداري رئيس پاته شوی دی.
شتاينماير حلب ته د لاسرسي غوښتنه وکړه
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د حلب کلابند ښار ته، د بشري مرستو له پاره د عاجل لاسرسي غوښتنه يو ځلې بيا تازه کړې ده. هغهْ د «فرانکفورتر آلګېماينه څايتونګ» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ورځې درې ساعته يو طرفه اوربند، بسنه نه کوي، څو د يو بشري ناورين مخه ونيوله شي. د روسيې له خوا د اعلان شوي اوربند سربېره، د سوريې په دوهم لوی ښار حلب کې جګړو دوام وموند.
د امريکايي هېوادونو د ټولنې ۱۵ غړو د وينزويلا د مادورو استعفا غوښتې
د امريکايي هېوادونو د ټولنې يا «او آي اس» ۱۵ غړو د وينزويلا د ولسمشر، نيکولاس مادورو، پر ضد له دندې د لېرې کولو په غرض ډېر ژر رفرندوم يا ولسپوښتنه غوښتې ده. د دغو هېوادونو په يوه بيانيه کې راغلي دي چې د ولسپوښتنې له پاره لازم ګامونه بايد «پرته له ځنډه» پورته شي. په دغو هېوادونو کې د امريکا متحده آيالات، کاناډا، برازيل، کلمبيا او مکسيکو د نورو تر څنګ راځي.
کلينټن وايي چې امريکا غواړي د پاکو انرژيو زبرځواک جوړ شي
د دموکرات ګوند د ولسمشرۍ کانديده، هيلري کلينټن، له يو ليبرال، او د عادي کورنيو څخه د ملاتړ د اقتصادي سياست سره، له خپل رقيب، دونالد ټرمپ، سره سيالۍ ته وردانګي. د موټرو د صنعت په اصلي ښار، دېترويت، کې هغې د اقتصاد په برخه کې خپل پلان معرفي کړ. کلیڼتن وويل چې د امريکا متحده آيالات بايد «په ۲۱ پېړۍ کې د پاکو انرژيو زبرځواک» جوړ شي.