د نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
د نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
طالبانو پر امريکايي اډې باندې بريد کړی دی
وسله والو طالبانو په بګرام کې د امريکا متحده آيالاتو پر هوايي اډې باندې د بريد له لارې لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي. دغه خبره د «قاطع ملاتړ» په نوم د ناټو د ماموريت له خوا شوې ده. د طالبانو يوه وياند وويل چې پېښه د يوه ځانمرګي بريد په واسطه رامنځ ته شوې ده. د امهال تقريبا ۱۰ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې شتون لري.
ټرمپ: د اوباما د روغتيايي اصلاحاتو يوه برخه ساتو
داسې ښايي چې دونالد ټرمپ غواړي د روغتيا په برخه کې د ولسمشر بارک اوباما له خوا د پلې شوو اصلاحاتو يوه برخه تغييرات، چې د «اوباما کېر» په نوم شهرت لري، وساتي. ټرمپ له ولسمشريزو انتخاباتو وروسته په لومړي ځل د «وال ستريت جورنال» ورځپاڼې ته ويلي دي چې هغه مقررات چې له مخې يې بيمې د ځينو ناروغيو له کبله مريضان نه شي ردولی، دی په حقه ګڼي. ورځپاڼې د مرکې ځينې برخې د جمعې په ورځ په انترنېټ کې خپرې کړې دي.
د ترکيې پوليسو فرانسوی ژورنالست نيولی دی
ثقپه ترکيه کې د جمعې په ورځ د فرانسوۍ «لې ژور» آنلاين ورځپاڼې يو خبريال نيول شوی دی. د مسوولې مديرې، ايزابېل روبېرت په خبره اوليويې بېرتران له يوه ترکي عکاس سره يو ځای د ترکيې په غازي عنتاب سيمه کې په لاره باندې روان و چې د پوليسو له خوا ونيول شو. د فرانسې سفارت په انقره کې ويلي دي چې له بېرتران او ترکي مقاماتو سره يې تماسونه نيولي دي.
په کولن کې د علويانو او کردانو پراخه مظاهره
د آلمان په کولن ښار کې د شنبې ورځې په ترڅ کې د ترکيې د حاکم «اي کی پي» ګوند او ولسمشر، رجب طيب اردوغان په وړاندې يوې مظاهرې ته تر ۳۰ زرو پورې علويان او کردان سره راغونډيږي. د علويانو له خوا راجيستر شوی دغه لاريون د «دموکراسۍ، سولې او آزادۍ» تر شعار لاندې تر سره کيږي. دغه احتجاجي غونډه په ترکيه کې د مخکښو کردي سياستوالو او د حکومت د منتقدينو د نيونو پر ضد رابلل شوې ده.
د آلمان حکومت غواړي چې لويې لارې خصوصي کړي
د آلمان د «دېر شپيګل» خبري مجلې د معلوماتو له مخې د آلمان حکومت غواړي چې يوه برخه لويې لارې خصوصي کړي. د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله، په دې پلمه د زېر بناو يوه ټولنه غواړي جوړه کړي، چې اصلي وظيفه يې د لويو لارو تمويل، ترميم او غځونه ده. د ټولنې اکثريت ونډې به بيا هم د مجلې په حواله له دولت سره پاته شي. په دې موخه بايد په اساسي قانون کې هم بدلون راوستلی شي.
د سوريې حکومتي ځواکونو په حلب کې ياغيان په شا کړي دي
د سوريې په ستر ښار حلب کې د ياغيانو تر تعرضي عملياتو دوې اوونۍ وروسته اوس حکومتي ځواکونو تقريبا ټولې له لاسه ورکړې سيمې بېرته نيولې دي. دغه خبره په بريتانيا کې د بشري حقونو د څارنې سوريايي سازمان کړې ده. حلب د ۲۰۱۲ کال راهيسې د ياغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ وېشل شوی او په جګړو کې ښکېل دی. د جولای مياشتې د نيمايي راهيسې ياغيان د ښار په شرقي برخه کې کلابنده دي.
د جنوبي کوريا د ولسمشرې پارک په وړاندې بيا مظاهرې وشوې
په جنوبي کوريا کې يو ځل بيا په لسګونو زرو خلکو د ولسمشرې، پارک ګېون هيې، په وړاندې مظاهرې کړې دي. په پلازمېنه سول کې دغه لاريون د اتيايمو کلونو په پای کې د دموکراسۍ د لاريونونو راهيسې تر ټولو پراخه مظاهره وه. پوليسو له ۱۷۰ زرو مظاهره چيانو سره حساب کړی دی چې ۲۵ زره پوليسو يې څارنه کوله. ولسمشره پارک د اوونيو راهيسې د اختلاس د يوې افتضاه له کبله تر فشار لاندې راغلې ده.
په پولنډ کې په لسګونو زرو خلکو د خپلواکۍ په ورځ مظاهره وکړه
په لسګونو زرو ملتپالو يا نېشنليست پولنډيانو د خپلواکۍ په ورځ په پلازمېنه وارسا کې مظاهره وکړه. په دغه لاريون کې چې د «پولنډ د اروپا د سنګر په توګه» شعار لاندې راغوښتل شوی وو، تقريبا ۷۵ زرو انسانانو د کورنيو چارو د وزير، ماريوش پلاسچاک په خبره برخه واخيستله. په لاريون کې په زرګونو سپين او سره بيرغونه ولېږدول شول چې کله نا کله به د اورلوبو او بټاکيو چاودنې هم اورېدل کېدلې.