د نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
په سویلې سوډان کې د ماشوم سرتیرو د ګومارنې خبره شوې
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په سویلي سوډان کې تر ۶۵۰ ډیر ماشومان د وسلوالو ډلو له خوا ګومارل شوي ډي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د ملګرو ملتونو د یوه سند په حواله لیکلي دي چې تیره میاشت د سویلي سودان حکومت هم ماشومان ګومارلي دی. د دې سند په حواله یوه لوړپوړي چارواکي دغه ماشومان په یوه کلی کې ګومارلي دي. ویل شوي دي چې د دغو ماشومانو په ډله کې ځینو یې یوازې ۱۲ کاله عمر لاره.
په آلمان کې پر برقې قسمي بنديز ولګېد
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر ویلي دي چې د آلمان د مسیحي دیموکراتانو ګوند او سوسیال مسیحي اتحاد وزیران پر دې سره توافق ته رسیدلي دي چې په آلمان کې د برقې پر اغوستلو باندې قسمي بندیز ولګوي. دیمزیر له یوه آلماني تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په آلمان کې باید ښځې په هغو ځایونو کې چې د ټولنیزې اړیکې ټینګولو ته اړتیا لري، خپل مخونه وښيي.
آلمان په حلب ښار کې د ۴۸ ساعته اوبند د وړاندیز هرکلی کړی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د سوریې په حلب ښار کې د روسیې له خوا د یوه ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز هرکلی کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا یوه ډیره مهمه مرحله ده چې د سیمې اوسیدونکي بیړنیو اړینو موادو، د څښاک اوبو او روغتیایي مرستو ته لاسرسی پیدا کړي. ویل شوي دي چې اوس باید د سوریې د ولسمشر بشار الاسد، مخالفین هم دغه اوربند تایید کړي.
بې سرحده ډاکټرانو د یمن له یو شمیر کلنیکونو څخه خپل کارکوونکي ایستلي
د یمن په یوه کلنیک کې د یوه برید په پایله کې د ۱۹ کسانو تر وژل کیدو وروسته، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، د دې هیواد په شمال کې له شپږو روغتونونو څخه خپل کارکوونکي ایستلي دي. دې سازمان چې مقر یې په پاریس کې دی، ویلي دي چې په یمن کې یې د دغه شان پیښو د مخنیوي په برخه کې، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی. دغه سازمان، د یمن په حجه او صعده سیمو کې خپل مراکز امن نه ګڼي.
په مکسیکو کې پولیس د شکمنو مجرمینو په قصدي وژنه تورن شوي
د مکسیکو پولیسو تیر کال د مخدره توکو د یوه بانډ ۲۲ شکمن غړي په خپل سر وژلي دي. د بشري حقونو ملي کمیسیون، اعلان کړی دی چې دغه شکمن کسان د مکسیکو په سویل لویدیځه برخه کې لومړی نیول شوي، او تر هغه وروسته دیوال ته درول، او په ډزو ویشتل شوي دي. دې سازمان همداراز پولیس په شواهدو کې پر لاس وهنه تورن کړي دي چې وشي کولای واقعیت ته بدلون ورکړي. پولیسو دغه تورونه رد کړي دي.
ترکیه غواړي په شپږو کلونو کې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي
رکیه غواړي په شپږو راتلونو کلونو کې د اروپايي ټولنې غړی هیواد شي. په اروپايي ټولنه کې د ترکیې سفیر، د آلمان «دې ویلت» ورځپاڼې ته ویلي دي چې انقره غواړي په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې د جمهوریت تر سل کلنۍ مخکې د اروپايي ټولنې غړی هیواد شي. د دغه دیپلومات په خبره ترکیه د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په لټه کې ده. هغه ویلي دي چې دا کار به په ترکیې په هره برخه کې ستندردونه لوړ کړي.