د نړۍ لنډ خبرونه د انځورونو سره
پاپ فرانسيس له اوشويڅ څخه ليدنه وکړه
پاپ فرانسیس د نازيانو د وخت د وژنې له اوشويڅ نومي کمپ څخه ليدنه وکړه. هلته يې د هولوکاست له يو شمېر ژوندي پاته شوو کسانو سره هم وليدل. د مرګ په نوم له دېوال سره چېرته چې په دوهم نړیوال جنګ کې په زرګونو انسانان په ډزو وژل شوي ول، پاپ يوه شمع بله کړه. وروسته فرانسيس د دعا له پاره د پخواني فرانسيسکانيه راهب، ماکسيميليان کولبه د زندان غرفې ته ورغی.
په حلب کې وضع خورا ترينګلې ده
د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستفان دې ميستورا، د روسيې هغه وړانديز رد کړی دی چې د جنګ ځپلي ښار حلب له پاره دې د روسيې تر نظارت لاندې له ښار څخه د وتلو لارې رامنځ ته شي. دې ميستورا وويل چې دا ډول کارونه باید يوازې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې تر سره شي. په ورته وخت کې د «بې سرحده ډاکترانو» سازمان په حلب کې د اړتيا وړ توکو له قلت څخه خبرداری ورکړی دی.
کلينټن غواړي چې د ولسمشرې په توګه کارځايونه رامنځ ته کړي
د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره د امریکا د دموکرات ګوند کانديده، هيلري کلينټن، غواړي چې د ټاکل کېدو په صورت کې د کارځايونو رامنځ ته کولو ته ملا وتړي. کلينټن په فيلادېلفيا کې د ګوندي غونډې پر مهال وويل چې د دې اصلي پاملرنه به دې ته وي چې هغسې کارځايونه رامنځ ته کړي چې ښه او زياتېدونکي معاشونه هم ولري. ۶۸ کلنې کلينټن له خپل ګوندي سيال، برني سنډرز، څخه هم مننه وکړه.
په ترکيه کې به د په زرګونو قاضيانو شتمني ضبط شي
په ترکيه کې د انقرې ښار څارنوالۍ د څه باندې ۳۰۰۰ قاضيانو او څارنوالانو د شتمنۍ د ضبطولو غوښتنليک وړاندې کړی دی. دغه خبر دولتي خبري اژانس، انادولو، ورکړی دی. په دغو شکمنو حقوقپوهانو باندې، چې له دندو څخه ګوښه شوي هم دي، شک دی چې د واعظ، فتح الله ګولن له غورځنک سره ارتباط لري. سربېره پر دې به املاک، جاري بانکي حسابونه او وسايط هم ضبط شي.
د يمن حکومت د سولې خبرې اترې وځنډولې
په جګړه ځپلي يمن کې حکومت د حوثي له ياغيانو سره د سولې د خبرو اترو ځنډول اعلان کړي دي. حوثي ياغيانو ويلي ول چې د «عالي شورا» په نوم يوه شورا يې د هېواد د حکومت په توګه کومارلې ده. د ولسمشر، عبدالرب منصور هادي په مشرۍ، د په نړيواله توګه په رسميت پېژندل شوي حکومت او حوثي ياغيانو تر منځ خبرې اترې له اوونيو راهيسې په ټپه ولاړې وې.
د فولکسواګن په وړاندې نورې حقوقي دعوې
په اروپا کې تر ټولو ستر موټر جوړونکی شرکت، ولکسواګن د امريکا په مختلفو آيالتونو کې له نورو شوو حقوقي دعوو څخه سر ټکوي. لکه څنګه چې اوس تازه څرګند شوي دي، د واشنګټن آيالت هم د ولکسواګن په وړاندې د ۱۷۶ ميليونو يورو په مقرار جريمه جاري کړې ده. له دې مخکې نيو يارک، ماريلنډ او ماساچوسېتس هم نورې حقوقي دعوې پیل کړې وې.
د مېلانيا ټرمپ د جعلي ژوندليک آوازې
د هغو راپورونووروسته چې د امریکا د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره د کانديد، دونالد ټرمپ، مېرمن ښايي د پوهنتون څخه د فراغت د اسنادو په سر دروغ ويلي وي، نوموړې خپل ويبسايټ له انترنېټ څخه لېرې کړی دی. مېلانيا ټرمپ په خپل ژوند ليک کې ليکلي ول چې په سلوېنيا کې يې د ډيزاين او مهندسۍ تحصيلات بشپړ کړي دي. د «نيو يارکر» په نوم مجلې د څېړنو له مخې مېرمن ټرمپ دغه تحصيل نيمګړی پرې ايښی دی.