د نړۍ ستر کارنوالونه وپيژنۍ
د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي د کارنوال مراسم جوړيږي. هغه څه چي په دغو مراسمو کي يو شان دي هغه موسيقي، له خندا ډک او خوشحال گډون کوونکي دي. د نړۍ مهم کارنوالونه په انځوريز راپور کي.
په برازيل کي ريو دوژنيرو
په ريو دوژنيرو کي د نړۍ تر ټول ستر او ښايسته کارنوال کيږي. د برازيل په دغه ښار کي د کارنوال پرمهال سخته خوشحالي وي. د کارنوال په مراسمو کي داسي رقصونه کيږي چي په عادي حالت کي يې سارنی نه وي.
په توباگو او ترينيدا کي کارنوال
تر ريو دوژنيرو وروسته د نړۍ تر ټولو ستر کارنوال په دغه کوچنۍ جزيره کي ترسره کيږي. په کارنوالونو کي تر ډيره ځايه گډون کونکي داسي کالي اغوندي چي پاملرنه ځان ته جلب کړي.
د هسپانيا په کاديس کي کارنوال
د هسپانيا په کاديس ښار کي له ۱۷ پېړۍ راهيسي د کارنوال جشن لمانځل کيږي. دلته د نړۍ دريم ستر کارنوال ترسره کیږي. په دغه ښار کي کارنوال ۸ ورځي دوام کوي.
د آلمان په کولن ښار کي کارنوال
په آلمان کي د کارنوال لوی ښارونه کولن، دوسلدورف او ماينس دي. په آلمان کي له ۱۳ ميلادي پېړۍ راهيسي کارنوال لمانځل کیږي. د کولن ښار ته د کارنوال په ورځ چي «روزن مونتاگ» ورته ويل کيږي نزدې يو ميليون انسانان ورځي. په دغه ورځ نزدې ۱۵۰ ټنه شکلات او خوږې پر خلکو باندي پاشل کيږي.
په ونيز کي کارنوال
په ونيز کي کارنوال د ايتاليا تر ټولو ستر کارنوال ياديږي. په دغه کارنوال کي ښايسته کالي او ماسکونه اغوستل کیږي. ويل کيږي چي د ماسک اغوستل د فقير او شمتمن ترمنځ ظاهري توپير له منځه وړي.
د کولمبيا په بارانکيلا کي کارنوال
يونسکو په کولمبيا کي د بارانکيلا کارنوال د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت کړی دئ. په دغه کارنوال کي ښايسته کالي د ننداره کوونکو پام ځان ته را اړوي.
په نيواورليان کي کارنوال
ويل کيږي چي د دغه کارنوال ليدلو ته هر کال نزدې څلور ميليونه کسان ورځي.
په قناري ټاپو کي کارنوال
د هسپانيا په قناري ټاپو کي په ځانگړې توگه په لاس پالماس کي کارنوال جوړيږي. د دغه کارنوال يوه ځانگړنه د کوچنيانو له پاره د يوې ملکې ټاکل دي. په دغه کارنوال کي هم ډېر ښايسته کالي اغوستل کيږي.
په مسکو کي کارنوال
په مسکو کي د کارنوال مراسيم د کال تر ټولو خوشحاله مراسيم بلل کيږي.
په ډنمارک کي کارنوال
د ډينمارک په آلبورگ ښار کي کارنوال جوړيږي. دغه مراسيم د اروپا په شمال کي تر ټول ستر بلل کيږي. هرکال د دغو مراسمو ليدو ته نزدې سل زره کسان ورځي. دغه جشن چي د پسرلي په احترام سره جوړيږي په می مياشت کي وي.
په هالند کي کارنوال
په ماستريخت ښار کي دغه کارنوال د ترانو او بدلو په ويلو سره پيليږي او ځوانانو د کارنوال کالي اغوستي وي.