د نړۍ ستر سمندري بندرونه
بندرونه په نړۍ کې د مالونو د انتقال په برخه کې مهم نقش لري. د دغو بندرونو د کانتینرونو په ترمینلونو کې بیلابیل توکي بار او خالي کیږی څو تولیدات په نړۍ کې مصرف کوونکو ته ورسیږي. د نړۍ مهمو بندرونو ته یوه کتنه.
هامبورگ
د آلمان ستر بندر په هامبورگ کې موقعیت لري. په ۲۰۱۵م کال کې له دغه ځايه شا او خوا ۱۳۷،۸ میلیونه ټنه توکي نورو ځایونو ته انتقال شوي دي. د اروپا په کچه دغه دریم ستر بندر په نړیواله کچه ۱۹ ځای لري.
آنتورپ
د انتورپ بندر، د بیلجیم تر ټولو ستر بندر دی، چې د اروپا دوهم ستر بندر کیږي. دغه بندر په نړیواله درجه بندیو کې پنځلسم ځای لري. پر دې سربیره د هاوستن وروسته د نړۍ په کچه د کیمیاوي صنعت دوهم ستر کمپلیکس یا پارک د دغه بندر یوه برخه ده.
روتر دام
د روتر دام بندر په اروپا کې تر ټولو ستر بندر دی چې په نړیواله کچه دولسم مقام یې خپل کړی دی. د دغه بندر ټوله ساحه ۴۲ کیلومتره ده. په ۲۰۱۶م کال کې په دغه بندر کې ۱۲.۴ میلیونه ستندرد شل فوټه کانتینرونه لاندې باندي شوي وو. زیات کانتينرونه ختیځي آسیا او شمالي امریکا ته انتقالیږي.
لاس اینجلس / لاس بیچ
د لاس اینجلس بندر په سان پیدرو بې کې موقعیت لري چې د ښار له مرکز څخه د سویل پر لور ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د دې تر څنگ د لاس بیچ بندر هم موقعیت لري. دغه دواړه بندرونه د نړۍ په کچه لسم ځای لري.
دوبی
په دوبۍ کې د جبل علي بندر په منځني ختیځ کې تر ټولو ستر او مصروف نړیوال بندر دی. دغه بندر د ۱۹۷۰م کلونو په وروستیو کې جوړ شوی وو او ۲۰۱۵م کال کې پکښې کابو ۱۵.۶ میلیونه ستندرد شل فوټه کانتینرونه لاندې باندي شوي وو. دغه بندر د نړۍ په کچه نهم مقام لری.
گوانگ ژو
د گوانگ ژو بندر په نړۍ کې اووم مقام لري او د چین له شپږو بندرونو څخه یو دی چې د کانتینرونو د انتقال په برخه کې د نړۍ په لومړیو لسو بندرونو کې راځي. په ۲۰۱۵م کال کې له دغه بندر څخه تر ۱۷.۵ میلیونو زیات کانتینرونه انتقال شوي وو.
بوسان
بوسان د سویلي کوریا د پلازمنې سیئول وروسته دوهم مهم تجارتی مرکز دی. په ۲۰۱۵ م کال کې دغه بندره ته ۱۹،۴ میلیونه ستندرد کانتینرونه تللي او راغلی دي چې د غرونو ښکلې لړۍ ترې راتاو ده. بوسان د نړۍ په کچه شپږم مقام لري.
هانگ کانگ
د هانگ کانگ بندر د خپل ستراتیژیکي موقعیت له کبله ډیر مهم گڼل کیږي، چې د ۲۰ میلیونو ستندرد کانتینرونو د لاندې باندې کولو ظرفیت لري. دغه بندر په نړیواله درجه بندیو کې پنځم ځای لري.
سنگاپور
په کال کې د ۳۱ میلیونو کانتینرونو د انتقال د وړتیا لرلو سره د سنگاپور بندر د نړۍ په کچه دوهم ځای لري. د اروپا او سویل ختیځې آسیا له پاره دغه بندر تر ټولو مهم گڼل کیږي.
شنگهای
شنگهای له ۲۰۱۰م کال راهیسې د نړۍ په کچه ستر او مصروفه بندر گڼل کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې په دغه بندر کې شا او خوا ۳۶.۵ میلیونه ستندرد کانتینرونه لاندې باندې شوي وو چې د هامبورگ د بندر په پرتله درې وارې زیات دي.