د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکله سوه
فيليپينۍ مگان يانگ تر شديدو امنيتي تدابيرو لاندي په اندونيزيا کي د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج پر سر کړ. د نړۍ د ښکلا وروستي مراسم د اسلامپالو د مخالفت په خاطر د جاکارتا پر ځای د بالي په جزيره کي تر سره سول.
د ۲۰۱۳ کال د نړۍ تر ټولو ښايسته ښځه فليپينۍ مگا یانګ، وبلله سوه. په نړیواله کچه د ښکلا د سیالیو وروستی پړاو د شنبې په ورځ ترسره سو. ټاکل سوې وه چي د دغو سیالیو وروستی پړاو به د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کي ترسره کیږي، خو د سخت دریځو مسلمانانو له خوا د احتجاجونو تر ترسره کیدو وروسته د دغو سیالیو وروستی پړاو د بالي په ټاپو کي ترسره سو.
د ښکلا مسلمانه ملکه
د ۲۰۱۳ کال د مسلماني ملکې لقب ۲۱ کلني نایجیریايۍ اوبیبئی عائشه اجیبوله، ته ورکړل سو. د دغه لقب د ترلاسه کولو له پاره درې معیارونه ټاکل سوي ول. کاندید سوې ښځه بايد د دې ترڅنګ چي پر موډ برابر او ښه اندام ولري باید د نیکو اوصافو خاونده هم وي.
له هولوکاست څخه پاته سوې
د ۹۳ کلني شوشانا کولمر پلار د نازيانو له خوا ووژل سو او دا په يوه زېرخانه کي په پټېدو سره بريالۍ سوه چي له نازيانو څخه وژغول سي. هغه په اسرائيلو کي د له هولوکاست څخه د پاته سوي ملکې لقب وگاټه.
د ماینونو د شنډولو اتله
د کمپوچيا په حواله په ځمکه کې د سخ شوو ماینونو د قربانیانو په مناسبت د سیالیو ترسره کول په اخلاقي توگه سم کار نه دی. له همدې امله په ۲۰۰۹ کال کي د دې ډول سیالیو پر ترسره کولو بندیز لګول سوی دی. په دغو سیالیو کې به هغو ښځو برخه اخیستله چې په مځکه کې د ښخ سوو ماینونو قربانیاني وې. اوس په ناروې کي مورټن ټراوک، په انټرنټ کي آن لاین د دا ډول سیالیو د ترسره کولو تیاری نیولی.
په کوچنیانو کې څوک تر ټولو ښايسته دی؟
په دغو سیالیو کي اته کلني نجوني د پيغلو په شان سنګاریږي. په فرانسه کي اوس دغه شان سیالۍ د نه ترسره کیدو سره مخامخ دي. د فرانسې د سنا مجلس په حواله له ۱۶ څخه د لږ عمر لرونکو کوچنیانو تر منځ د دا ډول سیالیو پر ترسره کولو باید بندیز ولګول سي. اوس باید د فرانسې پارلمان پریکړه وکړي چي آیا په دې اړه کوم قانون تصویب کړي او که نه؟
د ښکلا د سیالیو ۱۲۵ کلن تاریخ
په ۱۸۸۸م کال کي د لومړي ځل له پاره په اروپا کي د بلجیم په سپا، ښار کي د ښکلا سیالۍ ترسره سوې. دغو سیالیو ته ۳۵ تنو ښځو ځانونه کانديد کړي ول چي د تر ټولو د ښايسته ښځي انتخابول د ژوري هیئت«چي پکښي ۸ تنه نارینه ول» له خوا تر سره کیدل. خو په هغه وخت کې وروستیو سیالیو ته په سمه توګه د نه پاملرني له امله خلک مایوسه سوي ول.
بې کوره مېرمن
ټیریسافان بیلي، د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر میاشت کي په برسلز کي په ترسره کیدونکو سیالیو کي د «بې کوره مېرمني» لقب وگاټه. د دغو مسابقو د په لاره اچوونکي مرستندویه ټولني « Artefix» په حواله د دا ډول سیالیو ترسره کولو هدف بې کوره کسانو ته د خلکو پام را اړول دي. یو شمیر ټولني د دا ډول سیالیو ترسره کول انساني کرامت ته د سپکاوي مترادف بولي.
په ظاهره کي د دغو سیالیو ګډونوال ښځي وي، خو په اصل کي دا ښځي نه بلکي د ښځو په کالو او بڼه کي هغه نارینه دي چي ځانونه ښځي احساسوي. په ټايلند کي دا ډول سیالۍ له ۲۰۰۴ کال راهیسي ترسره کیږي. د دغو سیالیو تر سره کوونکي وايي چي په دې سره له یوې خوا د جنسیت د بدلولو په هکله په خلکو کي شعور پيدا کیږي او له بلي خوا دا کار د سیلانیانو د راجلبولو په برخه کي هم مرسته کوي.
د چاقانو ملکه
په دې سیالۍ کي د ګډون له پاره یو شرط دا دی چي د ښځي وزن باید لږترلږه ۸۰ کیلوګرامه وي. په ټايلنډ کي د دغو سیالیو د ترسره کوونکو په خبره د دغو سیالیو اصلي موخه د فیلانو د حفاظت او ساتني په هکله په خلکو کي د شعور را بیدارول دي. له ۱۹۹۷ کال راهیسي په دغو سیالیو کي ګډون کوونکي چاقي ښځي ځیني اکټونه اجرا کوي چې په هغو کي نڅا هم شامل وي.