د نړۍ د مشهورو ښځو پيلوټانو تاريخ په انځورونو کي
دا يوازي نارينه نه ول چي د آسمان د تسخير خوب ئې لاره. د هوانوردۍ په تاريخ کي ښځي هم وې چي دغه کار ئې کړی دئ. د ښځو دغه رول ته د انځورونو په مرسته يوه لنډه کتنه.
بلي ستري وچي ته پرواز
آلمانۍ پيلوټه اېلي باين هورن لومړۍ مېرمن وه، چي د ۱۹۳۵م کال د اګست مياشتي پر ۱۳مه نېټه يې و آسيا ته پرواز وکړ او په هغه ورځ بېرته آلمان ته راستنه سوه. د پرواز پر وخت دغه پيلوټه يوازي وه. ايلي باين هورن چي په ۱۹۰۷م کال ږېږېدلې وه، په ۲۰۰۷م کال کي مړه سوه.
آسمانزۍ پيولټه
اميليا اېرهارډ د امریکا تر ټولو مشهوره پيلوټه ياديږي. دغه مېرمن په ۱۸۹۷م کال کي ږېږېدلې او په ۱۹۳۷م کال کي مړه سوې ده. اميليا اېرهارډ د تاريخ لومړۍ ښځه ده چي د پيلوټي په توګه وروزل سوه. هغه لومړنۍ ښځه وه چي په ۱۹۳۲م کال يې پر اټلانټک يوازي پرواز وکړ. هغې په ۱۹۳۷م کال کي له کاليفورنيا څخه پرواز وکړ چي نوی ريکارډ يې جوړ کړ، خو پر هغه لار پسي ورکه سوه.
يوه ښځه د نارينه وو تر منځ
اميلي بېزه لومړۍ آلمانۍ مېرمنه وه چي د۱۹۱۱م کال په سپتمبر مياشت کي يې د پيلوټۍ امتحان ورکړ. تر لومړۍ جګړې د مخه دغه پېښه ډېره نادره بلل کېده. ځکه چي تر هغه وخته پيلوټي يوازي د نارينه وو مسلک بلل کېدی. اميلي بېزه چي په ۱۸۸۶م کال کي ږېږېدلې وه، په ۱۹۲۵م کال يې له دې نړۍ سره خدای په اماني وکړه او ځان يې پخپله وواژه.
لومړۍ کپتانه
آلمانۍ پيلوټه هانا رايچ د نړۍ په بهترينو پيلوټانو کي شمېرل کېدله. هغې د بېل ډول الوتکو په مرسته تر۴۰ زيات ريکارډونو جوړ کړي ول. هغه په ۱۹۳۷م کال کي د تاريخ لومړۍ کپتانه پيلوټه سوه او په ۱۹۳۸م کال يې د لومړۍ مېرمني په توګه څرخي الوتکه په هوا کړه. په ۱۹۱۲م کال ږېږېدلې هانارايچ په ۱۹۷۹م کال کي مړه سوه.
لومړۍ امريکايي پيلوټه
هېريټ کويمبي د امريکا لومړۍ مهمه پيلوټه بلله کيږي. هغه لومړۍ امريکايي مېرمنه وه چي د الوتکي لايسنس يې تر لاسه کړ. هغه لومړۍ مېرمن وه چي په ۱۹۱۲م کال کي يې له فرانسې څخه بريتانيا ته يوازي پرواز وکړ. په ۱۸۷۵ م کال کي ږېږېدلې دغه مېرمن په ۱۹۱۲م کال کي هغه وخت ووژل سوه، چي د پرواز د نندارې پر وخت يې الوتکه له حادثې سره مخامخ سوه.
د آلمان د مسافر وړونکي الوتکي لومړۍ پيلوټه
مارګا فون اېڅډورف لومړۍ آلمانۍ مېرمن وه چي د «لُفټ هانزا» هوايي شرکت د پيلوټي په توګه استخدام سوه. هغه لومړۍ ښځه وه چي له آلمان څخه يې تر جاپانه مستقيم او په يوازي توګه پرواز وکړ. دغه مېرمنه چي په ۱۹۰۷م کال کي ږېږېدلې وه، په ۱۹۳۳م کال کي په حلب کي د الوتکي د ناستي پر وخت د حادثې له کبله ووژل سوه.
ريکارډ جوړونکې روسۍ پيلوټه
د دغه انځور په ښی اړخ کي مېرمن مارينا راسکووا نومېدله. راسکووا د روسيې تر ټولو مشهوره پيلوټه وه. هغې ته په ۱۹۳۸م کال کي «د شوروي د اتلې» لقب ورکول سو. هغې وروسته و عسکرو ته د لارښووني تدريس کاوه. په ۱۹۱۲م کال ږېږېدلې دغه مېرمن په ۱۹۴۳م کال کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې.
د نړۍ تر ټولو «گړندۍ» ښځه
ژاکلين کوکران د امريکا تر تولو مشهوره پيلوټه بلله کيږي. دغي مېرمني چي په ۱۹۰۶م کال په يوه بې وزله کورنۍ کي ږېږېدلې وه، د پيلوټۍ ۵۸ ريکارډونه يې جوړ کړل. هغه لومړۍ پيلوټه وه چي په ۱۹۵۳م کال کي يې تر ږغ د گړندي سرعت لا تېز پرواز وکړ. دغه مېرمن چي په ۱۹۸۰م کال مړه سوه، ورته د نړۍ د تر ټولو تيزي ښځي خطاب کيږي.
د فرانسې د هوا ملکه
ژاکلين اوريول لومړۍ اروپايي پيلوټه وه چي تر ږغ په گړندي سرعت سره يې پرواز وکړ. د فرانسې د ولسمشر دغه مږور چي په ۱۹۱۷م کال ږېږېدلې وه، تر زيات وخت پوري ورته د نړۍ د تر تولو چټیکي ښځي خطاب کېده. هغه په ۲۰۰۰م کال کي مړه سوه.
د افريقا لومړۍ مسلکي پيلوټه
بېرلي مارخام له انګليستان څخه کينيا ته له خپل پلار سره داسي وخت کډه سوه، چي هغه لا يوه ماشومه وه. دغه مېرمن چي په۱۹۰۲ م کال کي ږېږېدلې وه په۱۹۳۰م کال کي يې په ختيځه افريقا کي د پيلوټۍ لايسنس واخيست. په ۱۹۳۶م کال کي هغه لومړی انسانه وه چي د ختيځ له لوېديځ پلوه يې له انګليستان څخه تر امريکا پوري پرواز وکړ. هغه په ۱۹۸۶م کال کي مړه سوه.
د نړۍ سټيوارډيسه
ايلن چرچ په ۱۹۳۰م کال کي د درې ماشينه لرونکي بوينګ ۸۰ ډوله هغې مسافر وړونکي الوتکي سټوارډيسه يا مېلمپاله وه چي د امريکا د آکلنډ څخه تر شيکاګو پوري يې پروازونه کول. هغه اماتوره پيلوټه وه او زړه يې غوښت چي په خپله دغه الوتکه والوزوي خو په هغه وخت کي دا د نه منلو وړ کار بلل کېدی. هغه په ۱۹۶۵م کي مړه سوه.