د مخکښو کسانو د مالي چارو په اړه اسناد خپاره شوي
۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبهمونشن مېشتې د زود دویچه څایټونگ، د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ۲۱۴ زرو تش په نامه یا ظاهري شرکتونو ۱۱،۵ میلیونه اسناد په لاس راغلي چې د یوه پانامایي Mossack Fonseca دفتر د وکالت په واسطه تأسیس شوي دي.
تش په نامه شرکتونه چې د پستي صندوق شرکتونو په نامه هم یادیږي په کوم ځای کې چې یې اصلي مقر وي هلته یوازې یو پستي صندوق لري، په داسې حال کې چې د شرکت مشرتابه او مدیریت بیا په یوه بله سیمه کې وي. په خپله د دغه ډول شرکتونو رامنځ ته کول قانوني دي، خو زیاتره وخت له هغې څخه داسې استفاده کیږي چې شتمنۍ له مالیې څخه پټې کړی شي او یا هم پییسی «سپیني» کړي.
نوموړي اخبار په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د دغو اسنادو په ارزولو کې د نړۍ د ۸۰ هیوادونو خبریالانو ونډه درلوده.
د زود دویچه څایتونگ د رپوټ له مخې په دغو اسنادو کې چې د «پاناما پیپرز» یا د پاناما د اسنادو په عنوان ترې استفاده کیږي د میلیاردرانو، سیاستوالو، ورزشکارانو، د وسلو د سوداگرو، جاسوسانو او جعل کارانو نومونه تر سترگو کیږي.
د دغه رپوټ له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر پېترو پورو شینکو د نزدې باوري کسانو له پاره هم پستي صندوق شرکتونه جوړ شوي دي.
د پوتین ملگری هم ښکیل دی
د زود دویچه څایتونگ، د پلټنو له مخې د ولادیمیر پوتین نزدې کسانو په تیرو کلونو کې د دغو شرکتونو له لارې دوه میلیارده ډالر انتقال کړي دي او په دې ډول یې زیاتې پیسې له روسیې څخه د باندې ځای پر ځای کړي دي. په دې برخه کې پر نورو سربیره یو له مهمو کسانو څخه سیرگي رولدوگین دی.
دغه کس له ډیر وخت راهیسې د روسیې د ولسمشر له ښو دوستانو څخه گڼل کیږي. دی د پستي صندوق د یوې شبکې په مرکز کې قرار لري. د دغې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د پوتین نوم د ظاهري شرکتونو په لېست کې نه شته خو د رولدوگین نوم څو واري یاد شوی دی.
د پورو شینکو شرکت په ۲۰۱۴م کال کې جوړ شوی
د نوموړې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د اوکراین د ولسمشر پېترو پورو شینکو پستي صندوق شرکت په ۲۰۱۴م کال کې جوړ شوی دی، یعنې د اوکراین د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو یوازې دوې میاشتې وروسته.
همداشان د دغه محرمو اسنادو د افشا کیدو له مخې د ایسلند لومړي وزیر زیگموندور گونلاوگس سون د ۲۰۰۹م کال تر پای پورې له خپلې اوسنۍ میرمنې سره د دغه ډول څو شرکتونو خاوند وو چې په هغې کې د بیلگې په توگه د ایسلند د بانکي پورونو مهم اسناد ساتل کیدل.
په دغو اسنادو کې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د خپلوانو نومونه هم تر سترگو کیږي. په دې ترڅ کې کیدای شي د چین د ولسمشر شي جین پېنگ او همداشان د بریتانیې د لومړي وزیر ډیویډ کېمرون نومونه واخیستل شي. د دغو اسنادو له مخې هغه سوداگر چې پرې نړیوال بندیزونه لگیدلي لکه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یو نزدې خپلوان او یا هم د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د پولو د باندې له دغو مالي مرکزونو له خدماتو څخه گټه اخیستې ده.
د ټولې نړۍ جگپوړي چارواکي
د دغه رپوټ له مخې په ټوله کې په دغو اسنادو کې ۱۲ داسې کسان شته چې اوس هم په واک کې دي. د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بیلگې په توگه د پاکستان لومړی وزیر او همداشان د ارجنتان ولسمشر. رپوټ زیاتوي چې له ټولې نړۍ څخه کابو ۱۳۰ سیاستوال په دغه نوملړ کې شامل دي.
د زود دویچه څایټونگ په نامه ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې اسناد ښيي چې د «موساک فون زېکا» دفتر څرنگه ورځ تر بلې تحریمونه تر پښو لاندې کوي او له خپلو مشتریانو سره د مالیاتو په پټولو او د پیسو په سپینولو کې مرسته کوي.
بې نومه سرچینه
د «زود دویچه څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼه وایي چې دغه معلومات یې له یوې بې نومه سرچیني څخه تر لاسه کړي دي. ورځپاڼه زیاتوي چې د اسنادو شمیر ته په کتو سره پریکړه یې وکړه چې دغه معلومات له نورو رسنیو سره په گډه وارزوي. زیاته شوې ده چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې کابو د نړۍ د ۸۰ هیوادونو تر سلو زیاتو رسنیو ۴۰۰ خبریالانو په دغه برخه کې تحقیق کړی دی. زیاته شوې ده چې په آلمان کې د وي ډي آر او ان ډي آر په نوم رسنیو د «پاناما پیپرز» په ارزونه کې برخه اخیستې ده. د دغه اسنادو نېټه له ۱۹۷۰ کلونو څخه تر ۲۰۱۶م کلونو پورې رسیږي.