1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د لویو کړکیچونو په هکله د ملگرو ملتونو سرمشریزه

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

په استانبول کې د بیړنیو مرستو لومړۍ سرمشریزه پیل شوه چې په نړۍ کې د روانو بحرانو په هکله خبرې کوي. د مهاجرت له امله رامنځته کیدونکو ستونزو د نړۍ پرمختللي هیوادونه د یوې مناسبې حل لارې لټولو په برخه کې بې وسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Isvc
Türkei Humanitärer Weltgipfel
انځور: Reuters/M. Sezer

په استانبول کې دغه دوه ورځنی کنفرانس په رسمي ډول د «بشري مرستو نړیوالې سرمشریزې» تر نامه لاندی پیل شوه. په دغه سرمشریزه کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو شاوخوا ۶۰۰۰ استازو گډون کړی.

په دغه سرمشریزه کې د ملگرو ملتونو پر عمومي منشي بان کيمون سربیره د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، او ۶۰ نورو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو گډون کړی دی.

په سرمشریزه کې په نړیواله کچه مخ د پر ډیریدونکو بحرانونو او هغو انسانانو په هکله بحث کیږي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو په حواله په نړۍ کې شاوخوا ۱۲۵ میلیونه انسانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري. ۶۰ میلیونه وگړي د تیښتې په حال کې دي. د ملگرو ملتونو سازمان د روان کال له پاره د ۲۰ میلیارده ډالرو چې ۱۸ میلیارده یورو کیږي، مالي مصارفو اټکل کړی دی.

په ډیرو بحراني سیمو کې عاجلو مرستو ته د اړینو کسانو ضرورت رفع کولو له پاره په کافي اندازه مالي امکانات وجود نه لري.

د شټاینمایر او مؤلر غوښتنه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر، پر نړیوالې ټولنۍ د پیوستون غږ کړی دی. شټاینمایر د "Rheinischen Post" ورځپاڼې ته وویل چې سرمشریزې ځان ته هدف ټاکلی چې په مجموع کې په بودیجه کې یو میلیارد امریکایې ډالره لوړوالې رامنځته کړي. آلمان په استانبول کې خپله سهمیه له ۱۰ میلیونه څخه په مجموع کې ۵۰ میلیونو ته د لوړولو اعلان کړی دی.

همدارنگه د آلمان د پرمختیایې چارو وزیر گیرد مولر، پر نړیوالو مرسته کوونکو غږ وکړ چې د اضطراري مرستو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ودریږي. مولر وویل: «هغه انسانان چې په بحراني سیمو کې دي باید د دغو مرستو ډاډ ترلاسه کړي.»

مولر زیاته کړه چې آلمان پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی. دغه هیواد به تر ۲۰۱۸ کال پورې شاوخوا ۲،۳ میلیارده یورو مرسته وکړي چې له جملې څخه ۱،۲ میلیارده به یې په روان میلادي کال کې وي.

Türkei Ankunft Angela Merkel in Istanbul
میرکل په دې کنفرانس پر مرستو ټینګار کړی دی.انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/K. Irtak

د خوراکي موادو کمښت

د دیاکوني په نوم د اضطراري مرستو سازمان مشرې کورنیلیا فولکروگ واتسل، د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د ژمنه کړای شویو مرستو پیسې باید ورکړي. واتسل زیاته کړه چې دغه هیوادونه باید اغیزمن شویو ته د نغدو پيسو د انتقال، ترانسپورتي الوتکو او مرستو بستو په برخه کې پانگونه وکړي.

همدارنگه د ولږې پر وړاندی د مبارزې نړیوال سازمان مشر تیل وانبایک، وویل چې سیمه ییز مرستندویه سازمانونه باید تقویه شي.

په دغه سرمشریزه کې به د نورو موضوعاتو سربیره پر دې هم بحث وشي چې څرنگه کیدای شي په هم هغه پیل کې د یوه کړکیچ د رامنځته کیدو امکانات را کم، او بحراني سیمو کې د هغو کسانو چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري په ښه توگه ملاتړ وشي.

سربیره پر دې د لنډ مهاله اضطراري مرستو تقویه کول او هغه پر اوږدمهاله پرمختیایې مرستو د بدلو بحث هم مطرح دی.

همدارنگه سرمشریزه له پیلیدو څخه مخکې له انتقادونو سره مخامخ شوې ده. د بې سرحده داکترانو سازمان (MSF) د استانبول په سرمشریزه کې خپل گډون لغوه کړی دی، ځکه دوی دغه سرمشریزه (د نړیوالو په سترگو کې د خاورې اچولو) په معنی بولي.