1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ دوهم ستر آلماس لیلامۍ ته وړاندې کیږي

ډي پي اې۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

د نړۍ په کچه د آلماس دوهم ستر کاڼی چې لیسیدي له رونا نومول شوی، لیلامۍ ته وړاندې کیږي. دغه آلماس ۱۱۰۹ قیراطه دی او اټکل کیږي چې له ۶۰ میلیونه یورو په زیاته بیه به وپلورل شي.

https://p.dw.com/p/1JFOB
Großbritannien Rohdiamant Lesedi La Rona
انځور: picture-alliance/dpa/K. Kasper
دا د نړۍ په کچه دوهم ستر ناثیقل شوی آلماس دی چې په تیره پیړۍ کې موندل کیږي. پر دغه آلماس (Lesedi La Rona) یا «زموږ رڼا» نوم ایښول شوی دی. د آلماس دغه کاڼې د بوتسوانا هیواد دی. د لویدیځې افریقا په بوتسوانا کې دغه باارزښته کاڼی د تیر کال په نومبر میاشتې کې د لوکارا آلمان یا (Lucara Diamond) په نوم یو کاناډایي شرکت په یوه کان کې موندلې وو.
دغه کاڼی په عادې ډول نه پلورل کیږي. په لندن کې ساتبیز، دغه آلماس د چهارشنبې په ورځ لیلام ته وړاندې کوي. دا چې د دغه پخوانۍ ډبره لا ډیر مینه وال وموندل شي په تیرو میاشتو کې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو په ښارونو لکه دوبۍ، سنگاپور، نیویارک او هانگ کانگ کې نندارې ته وړاندې شوی وو.
په لندن او نیویارک کې «زمونږ رڼا» نومې آلماس شا او خوا ۵۰۰۰ کسانو لیدلی دی. ساتبیز، د دغه آلماس بیه ۷۰ میلیونه ډالر (۶۴ میلیونه یورو) اټکلوي. د ساتبیز په وینا ښایي د دغه آلماس په لیلامۍ کې د قیمتي کاڼو شخصي راټولونکي او د آلماسو سوداگر ګډون وکړي. لیلامي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې ۲۹مه) د سیمې په وخت د مازیگر په شپږ نیمو بجو پیلیږي.
د لوکارا شرکت مشر ویلیم لمب، وایي چې د دغه کاڼي یوه ځانگړتیا دا ده چې تر زرو قیراطه اوړي او ډیر لوړ کیفیت لري. د هغه په خبره پر دې سربیره هغه څه چې خلک یې ښایي درک نه کړي د دغه کاڼي زوړوالی دی چې آن له ۲،۵ میلیارده کلونو څخه تر درې میلیارده کاله پورې اټکلیږي. لمب دې ته اشاره کړې چې له کومې خاورې څخه چې دغه کاڼی راایستل شوی هغه شا او خوا څلور نیم میلیارده کاله زړه ده.
د ساتبیز، د زیوراتو یا گاڼې څانگې مسوول ډیویډ بېنټ، ویلي دي چې دې خپله خوښۍ نه شي څرگندولی: «ما د نړۍ ځیني ښه آلماس پلورلي دي. کله چې مې دغه آلماس د لومړي ځل له پاره په لاس کې ونیو، نو لاسونه مې رپیدل.»
تر دې ۱۱۱ کاله مخکې یعنې په ۱۹۰۵م کال کې ستر آلماس په پریتوریا کې موندل شوی وو ۳۱۰۶ قیراطه او ۶۲۱ گرامه وو.