د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
سعودي عربستان د امر بالمعروف يا مذهبي پوليسو صلاحيتونه محدود کړل
سعودي عربستان د خپلو شخړه يزو مذهبي پوليسو يا امر بالمعروف ادارې واکونه محدود کړي دي. د دغو مذهبي پوليسو غړي نور نه شي کولای چې شکمن کسان ونيسي، تعقيب يې کړي، پوښتنې ګروېږنې ورڅخه وکړي يا پاسپورټونه يې وويني. دغه پرېکړه حکومتي کابينې کړې ده. د دې پر ځای دې هغوی د شکمنو جرمونو په هکله يا عادي پوليسو يا د مخدره موادو ضد مقاماتو ته خبر ورکړي.
د آلمان حکومتي ايتلاف د ادغام د قانون په سر توافق وکړ
د جرمني مسيحي اتحاد او سوسيال دموکرات ګوندونو د شپې له خوا د ادغام د قانون په سر توافق کړی دی. د سوسيال دموکرات ګوند د پارلماني فراکسيون مشر، توماس اوپرمن، له شپږ ساعته خبرو اترو وروسته په تيوتر کې ولکيل چې «آلمان د کډوالو د راتګ له پيلېدلو راهيسې پنځوس کاله وروسته اوس د ادغام قانون تر لاسه کوي.» په دې هکله نور جزيات لا په ډاګه شوي نه دي.
د پاريس بريدګر ښايي د يوليش د اتومي څېړنو د مرکز عکسونه درلودلي وي
د پاريس د بريدونو شکمن عامل، صلاح عبدالسلام، د رسنيو د راپورونو له مخې د آلمان په يوليش ښار کې پروت د اتومي څېړنو د مرکز په هکله اسناد په خپل کور کې ساتلي ول. د آلمان د خبريالانو په شبکې پورې د مربوطو ورځپاڼو د راپورونو له مخې، د آلمان د اساسي قانون د څار د ادارې مشر، هانس ګېورګ ماسن، په دې هکله د آلمان د پارلمان د کنترول د شورا ځينې غړي خبر کړي ول.
د جنوبي کوريا حاکم ګوند په پارلمان کې اکثريت له لاسه ورکړ
د جنوبي کوريا په پارلماني ټاکنو کې حاکم «ساېنوري» ګوند په څرګند ډول خپل اکثريت له لاسه ورکړی دی. د کابو ټولو رايو تر شمېرنې وروسته د ولسمشرې پارک ګېون هيې محافظه کار ګوند د پارلمان له ۳۰۰ چوکيو څخه يوازې ۱۲۲ هغه لاس ته وروړي دي. د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتو کې دغه ګوند ۱۵۲ چوکۍ ګټلې وې.
جي ۲۰ په واشنګټن کې د مالياتي درغليو په هکله خبرې اترې کوي
د جي ۲۰ ډلې د ماليې وزيران نن ماښام د پيسو د مينځنې او مالياتي درغليو د مخنيوي او په وړاندې يې د مبارزې په هکله سره سلا مشورې کوي. د نړيوال وجهي صندوق د پسرلنۍ غونډې په حاشيه کې په تر سره کېدونکې دغه ليدنه کتنه کې د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله غواړي چې د مالياتي درغليو پر ضد خپل ۱۰ نقطه يي پلان وړاندې کړي.