د نړۍ تر ټولو ډاډمن هوايي شرکتونه
نن، سبا الوتکه د سفر اصلي وسیله ګرځيدلې. خو په دې وروستیو کالونو کې ناوړه هوايي پیښو مسافر ډير ویرولي دي. له دې امله هر هوايي شرکت هڅه کوي چې د بیلا بیلو امنیتي ستانداردونو سره د مسافرو پام ځانته را ورګرځوي.
د «airlineratings.com» په نوم یوې خپلواکې ویب پاڼې په ټولیزه توګه د ۴۰۸ هوايي شرکتونو په اړه پلټنې کړي او دغه نتایج یې خپاره کړي. د بین المللي څارونکو سره همکاري، د تلفاتو شمیر او امنیتي مقررات ددې پلټنې معیارونه ول. یوازې یو شرکت د دې سیالۍ اصلي ګټونکی شو، نور شرکتونه چې ښې نمرې یې اخیستي، د الفبا حروفو په ترتیب په دې نوملړ کې شامل کړل شوي.
کانتاس (استرلیا)
د استرلیا د«کانتاس» هوايي شرکت لومړی مقام خپل کړی. ۹۵ کلنه سابقه درلودونکی دا شرکت توانیدلی د ډاډمن پرواز او مسافرو د څاي پر ځای کولو له امله د نوملړ په سر کې ځای ونیسي. دې هوايي شرکت د ۵۶ کالو راهیسې هیڅ ډول هوايي حادثه نه ده لرلې. د وروستۍ پیښې سره چې تلفات یې هم درلودلې ۶۹ کاله پخوا مخ شوی وو.
ایر نیوزیلند (نیوزیلند)
د نیوزیلند د «ایر نیوزیلند» په نامه شرکت ۳۷ کاله تر مخه د یوې پیښې سره مخ شوی وو.
آلاسکا ایرلاینز (امریکا)
«الاسکا ایر لاینز» شرکت د ۱۹۴۴م کال راهیسې فعالیت کوي او د نړۍ اووم ارزان بیه هوايي شرکت دی. د دې شرکت مسئولین تل د نوې تکنالوژۍ په لټه کي دي. د مثال په توګه دې دوی د نړۍ د لومړي هوايي شرکت په توګه د انترنت له لارې د چک ان یا د مسافر د اسنادو کنترول زمینه برابره کړه او په هوايي ډګرونو کې یې د چک ان اتوماتیکې غرفې جوړې کړې.
آل نیپون ایرویز (جاپان)
په ۲۰۱۳م کال کې د «آل نیپون ایرویز» هوايي شرکت د «کال د غوره هوايي لیکې» لقب ترلاسه کړ. خو په هماغه کال کې د یوې الوتکې په ماشین کې تخنیکي ستونزې د دې لامل شوې چې آل نیپون ایرویز دغه مقام له لاسه ورکړي.
امریکن ایر لاینز (امریکا)
«امریکن» د امریکا متحده ایالاتو یو ډير پخوانی هوايي شرکت دی. په ۲۰۱۳م کال کې دا شرکت د «یو ایس ایرویز» سره یوځای شو او په دې توګه د نړۍ په تر ټولو ستر شرکت بدل شو.
کاتای پاسیفیک (هانګ ګانګ/ چین)
په دې وروسنیو کالونو کې د «کاتای پاسیفیک» شرکت یوازې د یوې حادثې ښکار شوې وو چې یوازې یو تن پکښې زخمي شوې وو.وروستۍ پیښه چې ځاني تلفات یې هم درلودل، دې شرکت ۴۴ کاله پخوا تجربه کړې وه.
امارات (متحده عربي امارات)
د «امارات» هوايي شرکت ۳۰ کاله تر دمه د تأسیسیدو راهیسې تر اوسه هیڅ داسې پیښه نه ده لرلې چې ځاني تلفات پکښې اوښتي وي او نه هم تر اوسه کومه الوتکه له لاسه ورکړې. د هوايي الوتکو په ښه توګه سنبالول، شمیر یې زیاتول او د عصري تکنالوژۍ کارول ددې سبب شوي چې د امارات هوايي شرکت د منځني ختیځ او د نړۍ په تر ټولو ښو شرکتونو کې شمیرل کیږي.
اتحاد (متحده عربي امارات)
د «اتحاد» هوايي شرکت په ۲۰۰۳م کال کې فعالیت پیل کړ. له هغه وخت راهیسې دې شرکت د مسافر د راحت او دوی ته د ښه سروس د برابرولو په خاطر ګڼې جایزې اخیستي دي. په ۲۰۱۲م کال کې «اتحاد» د «World Travel Awards » له خوا د نړۍ د ښه هوايي شرکت لقب هم ترلاسه کړ. د دې شرکت الوتکو تر اوسه کومه ناوړه پیښه نه درلودله.
اوا ایر (تایوان)
اوا ایر د تایوان یو هوايي شرکت دی چې په ۱۹۸۹م کال کې تأسیس شو. په ۲۰۰۸ م کال یې خپلې الوتکې د مسافرو د راحت په خاطر د دننه څخه مدرن کړی او له هغه وخت راهیسې یې دغه ستانداردونه او د پروازونو امنیت ته ډیر پاملرنه کړې او دغه معیارونه یې ساتلي دي.
فن ایر (فنلند)
فن ایر د فنلند په سترو هوايي شرکتونو کې شمیرل کیږي. دې شرکت په ۱۹۲۳م کال کې په کار پیل وکړ او د نړۍ د تر ټولو پخوانیو شرکتونو په کتار کې شپږم ځای لري. فن ایر د ټولو امنیتي معیارونو لرونکې شرکت دی او د ناوړه پیښو کچه یې ډیره ټيټه ده.
هواین ایر لاینز (امریکا)
د هواین ایر لاینز هوايي شرکت په ۱۹۲۹م کال کې د (Inter-Island-Airways) یا د «ټاپوګانو ترمنځ هوايي لیکو» په نوم تأسیس شو. دا د امریکا یولسم سترهوايي شرکت دی او د ۲۰۰۳م کال راهیسې د «په خپل وخت» د رسیدونکو الوتکو د نوملړ په سر کې قرار لري. هواین ایر لاینز شرکت د خپل فعالیت په ترڅ کې هیڅ ځاني تلفات نه دي لرلي او هیڅ کومه الوتکه یې هم له لاسه نه ده ورکړې.
د جاپان هوايي لیکه (جاپان)
جاپان ایر لاینز شرکت په ۲۰۱۰ م کال د ډیوالي کیدو اعلان وکړ او مجبور شو خپل جوړښت له سره تعریف کړي. د دې هوايي شرکت وروستۍ ناوړه پیښه ۳۱ دمخه ترسره شوې وه چې ۵۰۰ تنه پکښې وژل شوي ول. دې حادثې د تاریخ د تر ټولو ناوړه پیښې لقب خپل کړ. په دې وروستیو کالو کې دا شرکت په ښه تجارت کولو موافق شوی.
کې ایل ایم
د«کې ایل ایم» شرکت د هالند ستر ملي هوايي شرکت دی. کې ایل ایم د ۱۹۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې په کار پیل وکړ او د نړۍ په پخوانیو شرکتونو کې شمیرل کیږي. د کې ایل ایم هوايي شرکت د فروند ۱۱۵ ډوله الوتکې لري او په دې وروستیو کالو کې کومه د پام وړ پیښه نه ده تجربه کړې.
لوفتهانزا (آلمان)
د «لوفتهانزا » شرکت د نړۍ په سترو هوايي شرکتونو کې شمیرل کیږي او د امنیت له لحاظه د لوړو معیارونو لرونکی شرکت دی. وروستۍ پیښه ورته ۲۳ کاله پخوا ور پیښه شوې وه. په دې وروستیو کالو کې لوفتهانزا ډیرې کمې هوايي حادثې لرلي دي.
سکاندیناوي هوايي شرکت
د «سکاندیناوي» هوايي شرکت بنسنټ په ۱۹۴۶م کال کې کیښودل شو. دا شرکت په ډنمارک، سویډن او ناروې پورې مربوط دی. وروسته ځل یې ۱۳ کاله پخوا انساني تلفات درلودل. دا تر ټولو ناوړه پيښه وه چې دا څو ملتي شرکت ور سره تر اوسه مخامخ شوی. په دې وروستیو کالو کې دا شرکت د ښو خدماتو په وړاندې کولو بریالی شوی.
سنګاپور هوايي شرکت (سنګاپور)
«سنګاپور» هوايي شرکت د آسیا د لوې وچې تر ټولو ښه هوايي شرکت بلل کیږي. د دې شرکت الوتکې نوې او مدرنې دي او په دې وروستیو کې د هوايي نقل و حمل په برخه کې ډیرې جایزې هم ګټلي دي. د سنګاپور هوايي شرکت چې په ۱۹۷۲م کال کې جوړ شوې وو تر اوسه یې په څو ځلي د کال د «ښې هوايي لیکې» نوم خپل کړی. دې هوايي شرکت د فعالیت په ټوله موده کې یوازې یوه پيښه درلودله.
سویس هوايي لیکه
د ۲۰۰۵م کال راهیسې د «سویس هوايي شرکت» د آلمان د لوفتهانزا هوايي شرکت د یوې څانګې په توګه راڅرګنده شوې. که څه هم چې دې شرکت تاریخ د ستونزو او زیانونو څخه پاک نه دی خو کومه ستره پیښه یې نه ده لرلې. د دې شرکت یوازینې جدي حادثه ۱۴ کاله مخکې رامنځته شوې وه.
یونایتد ایرلاینز (امریکا)
دا هوايي شرکت د ۲۰۱۰ کال راهیسې د «یونایتد کنتیننتال هولدینګر» د یوې څانګې په توګه را څرګند شوی. د «یونایتد ایر لاینز» شرکت د فروند ۷۰۰ ډوله الوتکې لري خو د زیاتو الوتکې د درلودو په دلیل ورته د ور پيښو شویو حادثو شمیر هم کم نه دی.
ویرجین اتلانتیک (بریتانیا)
د «ویرجین اتلانتیک» هوايي شرکت د فروند ۳۸ ډوله الوتکو څخه استعفاده کوي چې په منځنی کچه د ۹ کالو څخه زیاتې زړې نه دي. دا شرکت په کال کې شا او خوا پنځه نیم ملیون مسافرو ته د سفر زمینه برابروي. تر اوسه یې هیڅ کومې الوتکې سقوط نه دی کړی. ویرجین اتلانتیک په ۱۹۸۴م کال کې تأسیس شوې وو.
ویرجین (استرلیا)
«ویرجین بلیو» په ۲۰۰۰م کال کې د ارزان بیه پروازونو د ارایه کونکي شرکت په توګه په کار پیل وکړ. په ۲۰۱۱ م کال کې یې د خپل مخکني نوم په ځای د«ویرجین استرالیا » نوم غوره کړ. اوس دا شرکت د کانتاس د شرکت وروسته د استرلیا دوهم ستر شرکت دی. ویرجین استرلیا توانیدلی د داخلي او خارجي پروازونو په برخه کې د ښه سروس په وړاندې کولو سره شهرت وګټي.