1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکی انسان مړ سو

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

هغه نيپالی نارينه چي په نړۍ کي ئې تر ټولو ټيټ قد لاره مړ سو. د تيرکال په مني کي د گينس رکورد ثبتولو موسسې په نوښت په لندن کي د نړۍ کي د تر ټولو جگ او تر ټولو تيټ سړو ننداره وړاندي سوه.

https://p.dw.com/p/1GS1A
انځور: Reuters/D. Siddiqui

نيپالی چاندرا باهادر دانگي چي ۵۶،۶ سانتي متره قد ئې لاره په ۷۵ کلنۍ کي له دې دنيا سترگي پټي کړې. هغه د هغو کسانو په ډله کي چي قد ئې رسمي اندازه سوی وو تر ټولو ټيټ قد لاره.

د دانگي نوم د ۲۰۱۲م کال په فيبروري مياشت کي د گينس په کتاب کي د نړۍ د تر ټولو ټيټ قد لرونکي په نوم ثبت سو.

د گينس موسسې د دانگي د مړيني خبر تائيد کړی دئ. د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکی انسان د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ساموآی په يوه رغتون کي مړ سو. د روغتون وياند د دانگي د ناروغۍ په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د نيپال د «کاتماندو پست» ورځپاڼي د راپور له مخي دانگي د امريکا په ساموآی کي په يوه سرکس کي کار کاوه چي د سږي د عفونيت له کبله روغتون ته لېږدول سوی وو.

دانگي د نپيال د پلازمېني کاتماندو په ۴۰۰ کيلومترۍ کي په یوه کلي کي ژوند کاوه. هغه له هغه وخت راهيسي چي نوم ئې د نړۍ د ترټولو ټيټ قد لرونکي سړی په توگه ثبت سو هر وخت په سفر کي وو.

د گينس موسسې د تير کال (۲۰۱۴) په نوامبر مياشت کي دانگي او سلطان کوزن، چي په نړۍ کي تر ټولو جگ قد لري په لندن کي دواړه وښوول. کوزن ترکی دئ او ۲،۵۱ متره جگ قد لري.

سلطان کوزن او دانگي په لندن کي
سلطان کوزن او دانگي په لندن کيانځور: Reuters/L. MacGregor