د نړۍ تر ټولو ستره سیاحتي کښتۍ سفر پيلوي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبهد نړۍ دا تر ټولو لویه بیړۍ د سه شنبې په ورځ د برېتانیا په ساوت همپتن کې خپل لومړي سفر ته چمتو شوه. دغه کښتۍ تیره یکشنبې د فرانسې له سانت نازایر څخه چیرته چې دا جوړه شوې وه، په داسې حال کې چې په سونو کسان یې نندارې ته راغلي ول، د برېتانيا د دغه بندر پر لور روانه شوې وه.
۳۶۲ متره اوږده او ۷۲ متره لوړه دغه کښتۍ به د می میاشتي پر ۲۲ نيټه د مدیترانې پر لور خپل لومړی سفر پيل کړي.
په دې کښتۍ کې تقریباً ۵۵۰۰ مسافر په یو وار سفر کولای شي. دغه ۱۶ پوړيزه کښتۍ د پاریس تر «ایفل برج» هم لوړه ده.
پر دې تقریباً ۱،۱۵ ميلیارد یورو لګښت راغلی او «ایس ډی ایکس» کښتۍ جوړولو فابریکې ئې په ۲۰۱۳م کال کې د جوړولو کار پيل کړ. کښتۍ په دوه نيم کاله کي جوړه سوه.
د کښتۍ دننه کابینونه او د مسافرو د اوسېدو کوټې ډیري ښکلي جوړي شوي دي. په دې بیړۍ کې داسې عصري او لویې خونې هم شته چې نېغ په نېغه ترې سړی د سمندر سیل کولای شي او له لمر او تازه هوا څخه خوند اخیستلای شي. د دې څو پوړیزه کښتۍ پر بام د اوبو ښویندونکی هم جوړ شوي دي.