1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د نړۍ بام ته د ختلو هڅه، ۲۲ زره ډالر جریمه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

نیپالي چارواکو د سویلي افریقا د یوه وگړي پاسپورت ځکه ضبط کړی چې بې اجازې یې د «نړۍ بام» ته د ختلو هڅه کوله. دغه کس ۲۲ زره ډالر جریمه شوی دی. دغه بهرنی په یوازي سره د ماونټ ایورسټ، لوړې څوکې ته د ختلو تابیا کړې وه.

https://p.dw.com/p/2ce1a
Mount Everest
انځور: picture alliance/dpa/N. Shrestha

د نيپال چارواکو ویلي دي چې د سویلي افریقا یو تبع د ماونټ ایوریسټ، لوړې څوکې ته د تللو تابیا کړې وه. دغه کس ته په عاجل ډول د بیرته راکښته کیدو امر شوی دی.

د ماونټ ایوریسټ لوړې څوکې ته د ختلو له پاره یو حکومتي کمپ شته چې بهرنیو غر ختونکو ته دغي لوړي څوکې ته د ختلو اجازه ورکوي. د دغه حکومتي کمپ د اړیکو مسئول گیانندرا شریسټ، ویلي دی چې د افریقاي وگړي نوم راین شین ډیوي، دی او ۴۳ کاله عمر لري.

د شریسټ په خبره ډیوي سره د ماونټ ایوریسټ څوکې ته د ختلو اجازه نامه نه وه، او د خپلې ارادې د بشپړولو له پاره دغې څوکې ته د تلونکي غرنۍ لارې دوهم کمپ ته په یوازې سر رسیدلی وو.

دغه کمپ د سمندر له سطحې کابو ۶۴۰۰ متره یا ۲۱ زره فټه لوړوالي کې پروت دی. د گیانندار شریسټ د وینا له مخې دغه بهرنی وگړی د ماونټ ایوریسټ دوهم کمپ ته تر رسیدلو وروسته د دې له پاره آرام کاوه چې خپل وړاندي سفر له پاره د سختیدونکي موسمي وضعیت له پاره ځان برابر کړی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي کله چې چارواکي له دغه بهرني وگړي خبر شول، نه یوازې یې هغه ته بیرته د کښته کیدو امر وکړ، بلکې د هغه پاسپورټ یې هم ضبط کړ او ۲۲ زره امریکایي ډالره یې جریمه هم کړ.

ماونټ ایوریسټ د نړۍ تر ټولو د لوړې غر څوکې په نوم یادیږي
انځور: picture-alliance/dpa

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د ماونټ ایوریسټ دوهم کمپ ته تر رسیدو وروسته راین شین ډیوي، چې ځان یې د یوه فلم جوړونکي او پروډیوسر په توگه معرفي کاوه، د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي وو چې د نړۍ د لوړۍ څوکې رسیدو په هڅه کې یې یوازې په شپږو ساعتونو کې ۷۰۰۰ متره لوړوالي ته رسیدلی دی.

په نیپال کې هر بهرنی کس چې غواړي د ماونټ ایوریسټ غره لوړې څوکې ته ولاړ شي تر مخه باید یوه حکومتي اجازه تر لاسه کړی او شا او خوا د ۱۱ زرو امریکایي ډالرو معادل فیس هم ورکړي. خو ډیوي د دغه فیس دوه برابره ډیر جریمه شوی دی، ځکه چې د اجازې د تر لاسه کولو کومه هڅه یې نه وه کړې.

په کټمنډو کې نیپالي چارواکو ویلي دي چې د دې احتمال هم شته چې نیپال ته د دغه سویلي افریقايي وگړي پر سفر باندې پنځه کلن او په نیپال کې یې پر غر ختلو باندې لس کلن بندیز ولگول شي.

زموږ له ارشيف څخه: