د نړۍ او افغانستان خبرونه
په برکسل کې شپږ شکمن کسان نیول شوي دي
په بروکسیل کې تر بریدونو وروسته نوي شکمن کسان نیول شوي دي. د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې شپږ شکمن کسان نیول شوي دي. څارونوالان غواړي د ورځې په اوږدو کې پریکړه وکړي چې ایا پر نیول شویو کسانو باندې دعوا وکړي او که نه. په بروکسل کې د وروستیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ ډیر نور ټپیان شول.
په فرانسې کې د یوه ترهګر برید مخه ونیول شوه
فرانسوي چارواکو ویلي دي چې هغوی د نورو ترهګرو بریدونو مخه نیولې ده. د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د بریدونو دغه برنامه په یوې پرمختللې مرحلې کې وه او د فرانسې پولیسو یو تن شکمن فرانسوي نیولی. دغه کس د پاریس په څنډو کې د څو کورونو تر تلاشي کیدو وروسته نیول شوی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، داسې شواهد چې وښيي دغه کسان د فرانسې او بروکسل له بریدونو سره تړاو لاره په لاس کې نه شته.
ارجنتاین د دیکتاتوري د وخت د قربانیانو یاد وکړ
د ارجنتاین په پلازمینه بوینس ایریس کې لس زره کسانو مظاهرې کړې دي. هغوی د پنجشنبې په شپبه د خونړۍ کودتا په پایله کې واک ته د پوځ د رسیدو د څلویښتمې کلیزې په مناسبت سره راټول شوي وو. لا تر اوسه پورې د دې کودتا د ډیر شمیر قربانیانو برخه لیک روښانه نه دی. د بشري حقونو سازمانونو د هغو جنایتونو د روښانیدو غوښتنه کړې ده چې د پوځي حکومت په نوم ترسره شوي دي.
سوریې او عراق د اسلامي دولت پر ضد پرمختګ کړی
سوریه او عراق د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر وړاندې په شدت سره پرمختګ کوي. دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د موصل او پالمیرا سیمې چې د اسلامي دولت له پاره ډیرې مهمې دي، بیرته ونیسي. د سوریې د بشري حقونو څار سازمان خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد دولتي ځواکونو د پالمیرا په یوې سیمې کې د اسلامي دولت له جنګیالیو سره تر نښتو وروسته، پرمختګ کړی دی.
د اروپا د کورنیو چارو وزیرانو د معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ
د اروپا د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه غواړي په خپل منځ کې همکاري ډیره کړي. هغوي موافقه کړې ده چې په ترهګرې د تورنو کسانو په اړه یو له بل سره معلومات شریک کړي. د آلمان د کورنیو چارو ویزیر توماس دیمزیر، او نورو اروپايي سیالانو یې په بروکسل کې د اروپا له پارلمان څخه وغوښتل چې اروپا ته د هوا له لارې راغلو میلمونو د ثبتولو طرح تصویب کړی.
نایجریا د بوکو حرام پر وړاندې د بریا خبر ورکړی دی
د نایجریا چارواکو د بوکو حرام ترهګرې ډلې پر وړاندې د لویې بریا خبرې کړې دي. د دې هیواد د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې امیني ځواکونو له بوکو حرام څخه له ۸۰۰ ډیر برمته کسان آزاد کړي دي. د پوځ او دې ترهګرې ډلې تر منځ د نښتو په پایله کې همداراز ۲۵ جنګیالي هم وژل شوي دي. بوکو حرام ډیر وخت په نایجریا کې ښځې او ماشومان برمته کوي چې له هغوی څخه د کنیزانو او جنګیالو په توګه کار واخلي.
په جاپان کې دوه کسان اعدام شوي دي
په چاپان کې د اعدام دوه سزاوې عملي شوي دي. جاپاني رسنیو د داسې کسانو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې د اعدام دغه سزاوې د جمعې په ورځ سهار پلې شوې دي. د اعدام شویو کسانو هویت، د هغوی جرم او د اعدام ځای لا تر اوسه پورې نه دی بربنډ شوی. د بشري حقونو سازمانونو پر جاپان باندې د اعدام سزا عملي کولو او پر دې سزا پر محکومو کسانو باندې د سختو شرایطو راوستلو له کبله، نیوکې کړې دي.
شمالي کوریا د هدایت شویو توغندیو په برخه کې د پرمختګ ادعا کړې
د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې دغه هیواد د جامدو سون موادو یو داسې انجن په بریالي توګه آزمویلی دی چې د هدایت شویو توغندیو ځواک ډیروي. دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا ولسمشرې د خپل هیواد امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړی دی چې د شمالي کوریا «بې احتیاطه پارونو» ته د ځواب ورکولو له پاره چمتو ووسي.
د بروکسل بریدګر د امریکا له پاره پیژندل شوي وو
دوو سرچینو ویلي دي چې د بروکسل د بریدونو تر شا دوه ورونه، د امریکا متحده ایالاتو دولتي ادارو ته پیژندل شوي کسان وو. دغو سرچینو زیاته کړې ده چې دواړه ورونه د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرو د څار په نوملړ کې شامل وو.