د نړیوال جام پای لوبه په انځورونو کې
آلمان په خپل تاریخ کې د څلورم ځل له پاره نړیوال جام وگټه. آلمان دغه لوبه په اضافي وخت کې د یوه گول له وهلو سره وگټله. ارجنتایني لوبډله هم ډیره ښه وځلیده.
د آلمان د لوبې پلان له لومړي سره عملي نه شو ځکه سامې قدیرا خپل روزونکي ته وویل چې د ټپ له کبله نه شي کولای لوبه وکړي. د قدیرا پر ځای کریستوف کرامیر ولوبید.
ارجنتایني لوبغاړي گونزالو هیگوین د لوبې په لومړۍ نیمایی کې گول وواهه خو دغه گول د افساید له کبله حساب نه شو. همدې لوبغاړې د لوبې په سر کې یو بل چانس هم له لاسه ورکړی دی.
په پای لوبه کې دوو آلمانۍ لوبغاړو ژیړ کارتونه هم ترلاسه کړ. لوبه له فاولونو ډکه وه چې د ریفري کار یې سخت کړ.
کریستوف کرامیر چې د قدیرا پر ځای په پای لوبه کې ولوبید په میدان کې ډیر وخت پاتې نه شو. هغه د ارجنتاین د پنالتي سیمه کې سخت ژوبل شو او په ۳۲ دقیفه کې له میدان څخه ووت.
د نړیوال جام پای لوبه له ډیر هیجان څخه ډکه وه. میسي هم په دې لوبه کې ډیر ښه وځلید. هغه د نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
دا یوازې آلمان نه وو چې په لوبه کې یې دوه ژیر کارتونه ترلاسه کړل. ارجنتاین هم په همدې لوبه کې دوه ژیر کارتونه واخیستل.
په برازیل کې د نړیوال جام پر ضد د پای لوبې پر مهال مظاهرې روانې وې.
ماریو گوتزه د دې لوې یوازینی گول وواهه. هغه دا گول په دویم اضافي وخت کې وواه.
د آلماني روزونکي یوآخم لوو د څلورم ځل له پاره نړیوال جام وگټه. آلمان به ۱۹۵۴، ۱۹۷۴ او ۱۹۹۰ کال نړیوال جامونه گټلي وو.