1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوالې سولې وضعیت نورهم خراب شوی

۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

په تیرو ۲۵ کلونو کې په نړیواله کچه تاوتریخوالی خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی. د ۲۰۱۶م کال د سولې شاخص ښيي که چیرې د منځني ختیځ کړکیچونه نه وای، نړۍ به د تیر په پرتله لا د سولې پر لور پرمختگ کړی وای.

https://p.dw.com/p/1J2JD
انځور: Getty Images/AFP/A. Belot

د ۲۰۱۶م کال د سولې شاخص چې د تاوتریخوالي ډک جرمونو، د نظامي کیدو سطحه او د وسلو د وارداتو په شمول ۲۳ شاخصونه اروزلي په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې په نړیواله کچه د شخړو د کچې د لوړیدو اصلي عامل د منځني ختیځ کړکیچونه دي.

رپوټ ښيي چې د «ترهگر» بریدونو په توگه طبقه بندي شوي زیاتره بریدونه په پنځو هیوادونو سوریه، عراق، نایجیریا، افغانستان او پاکستان کې تر سره شوې دي.

د اقتصاد او سولې د انستیتوت (IEP) بنسټ ایښودونکی ستیو کیلیا چې دغه شاخص یې چمتو کړی دی ویلي دي: «په اغلب گومان هغه څه چې اوس په منځني ختیځ کې پیښیږي، موږ د نورو مثبتو تمایلونو په هکله لرلید له لاسه ور کوو.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «که چیرې موږ تیر کال ته نظر واچوو او منځنی ختیځ ترې وباسو...نړۍ به تر پخوا لا ډیره سوله ییزه شې.»

Infografik Global Peace Index 2016 Englisch

په ۲۰۱۴م کال کې د شخړو په ترڅ کې ۱۰۰ زره انسانان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸م کال کې دغه شمیر ۲۰ زره وو. په ۲۰۱۴م کال کې په سوریه کې تر ټولو زیاتې وژنې شوې دي چې شمیر یې ۶۷۰۰۰ تنو ته رسیږي.

په عین وخت کې ملگري ملتونه وایي چې ۲۰۱۵م کال کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ښایي تر ۶۰ میلیونه اوښتی وي. د نوموړي انستیتیوت د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت تمویل هم په بې سارې توگه لوړ شوی دی.

لوړ لگښت

د دغه شاخص له مخې په ۲۰۱۵م کال کې د تاوتریخوالي لگښت ۱۳،۶ تریلیونه امریکایي ډالرو ته رسیده، یا په بل عبارت د نړۍ د ناخالص تولید ۱۳،۳ سلنه جوړوي. دغه څه په نړۍ کې د مستقیمي بهرنۍ پانگونې ۱۱ ځله لوړ دی.

د ستیو کیلیا په خبره «سره له دې، د تاوتریخوالي د اقتصادي اغیزې په پرتله د سوله ساتې ماموریتونو لگښتونه کوچني وو او د وسله والو کړکیچونو د نړیوالو زیانونو دوه سلنه جوړوي.»

اروپا د نړۍ تر ټولو امن لرونکي برخه

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي که څه هم د پاریس او بروکسل بریدونو د سیمې د سولې درجه بندي راټيټه کړې ده، خو بیا هم اروپا د نړۍ په کچه سوله ییزه سیمه ده. آیسلند په دغه شاخص کې د نړۍ د امن لرونکي هیواد د فهرست په سر کې راغلی او تر هغې وروسته په ترتیب سره ډنمارک، اتریش، نیوزیلنډ او پرتگال هیوادونه ځای لري.

امریکا متحده ایالاتو د ۱۶۳ ارزول شوو هیوادونو څخه ۱۰۳م ځای خپل کړی دی. جاپان بیا نهم ځای خپل کړی، آلمان شپاړلسم او بریتانیا بیا ۴۷ ځای. د پاریس د تیر کال د بریدونو وروسته یوه درجه له لاسه ورکړی او ۴۶ ځای ته رالویدلی.

سوریه، جنوبي سودان، عراق، افغانستان او سومالیه د نا امنه هیوادونو په توگه درجه بندي شوي دي.