1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړي د نفوسو په هکله د ملګرو ملتو نوی اټکل

۱۳۸۸ تیر ۱۹, جمعه

د اوسنيو شرايطو له مخي د ملګرو ملتو محاسبه وايي چي په 2050 کال کي به د نفوسو شمير 9.1 مليارد ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/IlJJ
. په 49 لږ پرمختلونکو هيوادونو لکه نايجيريا، سوماليا او سيراليون کې به د وګړو شمير دوه برابره شي.
. په 49 لږ پرمختلونکو هيوادونو لکه نايجيريا، سوماليا او سيراليون کې به د وګړو شمير دوه برابره شي.انځور: Deutsche Stiftung Weltbevölkerung (DSW)

د ملګرو ملتو سازمان هر دوه کاله د نړي د نفوس د شمير په هکله خپله احصاييه تر 2050 کال پوري تر غور لاندي نيسي. د جولاي اومه د نړي د نفوس ورځ ده. تاسي څه فکر کوي چي له نن وروسته د نړي په نفوس کي څه بدلون راځي، د هغو شمير تر نوموړي کال پوري څو ته رسږي؟

د اوسنيو شرايطو له مخي د ملګرو ملتو محاسبه وايي چي په 2050 کال کي به د نفوسو شمير 9.1 مليارد ته ورسيږي.

که د ملګرو ملتونو د نفوسو د احصايي د مأمورينو نوي وړاندې ويينې رښتيا شي، نو آيا هغه ماشوم چي د 2050 کال د جنورۍ په لومړي نيټه دنيا ته سترګي پرانيځي و به کړاي شي، د نورو 9.1 ملياردو سره په دې سياره کې ژوند وکړي؟ له نن سره په پرتله به دا هغه وخت 2.3 مليارده نور هم زيات انسانان وي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د ادارې مرستيال توماس بوټنر په ډاګه کوي چې ولې د ملګروملتونو د احصايې مأمورين د 2050 کال لپاره د 9.1 ملياردو انسانانو اټکل کوي، په داسي حال کي چي په پرمختلو هيوادونو کي د ماشومانو د زيږيدو په شمير کي کموالي راځي د نړي په نورو بيا په خاصه توګه بي وزلو هيوادونو کي د هغو رقم مخ پر لوړ روان دي.

نو په دې توګه بايد په 2050 زيږديز کال کې هره يوه ميرمن لکه نن غوندې په منځني ډول له 2،56 څخه زيات ماشومان ونه زيږوي. بلکې يوازې 2،02 ماشومان. د زيږونو د دغه نړيوال په شاتګ لامل، د ملګرو ملتونو د احصايې مأمورين د کورنۍ پلان لپاره تدريجي اوسسته مبارزه بولي.

خو د يوې ميرمنې په سر د دوو ماشومانو زوکړه تيروتنه ده. په 2050 زيږديز کال کې به هم د زوکړو په شميره کې توپير وي. په 49 لږ پرمختلونکو هيوادونو لکه نايجيريا، سوماليا او سيراليون کې به د وګړو شمير دوه برابره شي. څيړونکي وړاندې وينه کوي چې په هند کې به هم د اوسيدو ځاي کم شي. له 1،6 مليارده وګړو سره به هند نه يوازې له چين نه هم مخکې شي بلکې د نفوس له لحاظه به د نړي د ګڼو يا متراکموسيمو څخه وي.

د آلمان د نړيوال نفوس د غيردولتي مؤسسې مشره وايي چې په افريقا او د آسيا په ځينو هيوادونو کې سره له دې چې د اميندواره کيدو د مخنيوي لپاره لارې چاري او وسايل شته خو بياهم ترې استفاده نه کيږي.

«که د کورني د پلان کولوکې د يوې ايرو پانګه اچونه وشي، 30 ايرو ترينه لاسته راوړل کيږي. له هغه پرته به د اعاشې او اباتې او زده کړې مصرفونه ورکړل شي.»

په نړي کې هرکال 76 مليونه ميرمنې له غوښتني پرته اميندواره کيږي. په تيره بيا په لږ پرمختلونکو هيوادونو کې. که د دغو نه غوښتل شويو اميندواره کيدو مخه ونيول شي، نو د نفوسو د ډيريدو پرمختګ به يو پر دريمه برخه ورو شي.

ريچارد فوکس/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: عبدالباري حکيم