1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوال مالي کړکيچ قربانيان د نړي بي وزلي ولسونه دي

۱۳۸۸ تیر ۱۹, جمعه

د اته نومي ډلي د هيوادنو سر مشريزه غونډه کي پريکړه وشوه چي بي وزلو هيوادونو سره د شل مليارد ډالرو مرسته وشي چي له دي جملي 12 مليارده ډالره به دکرهني او مالداري د عصري متودونو د رواجولو دپاره تخصيص کړاي شي.

https://p.dw.com/p/Il8a
په ايتاليه کي د اته نومي ډلي يا جي 8 او د صنعتي کيدو په درشل کي د هيوادونو مشران
په ايتاليه کي د اته نومي ډلي يا جي 8 او د صنعتي کيدو په درشل کي د هيوادونو مشرانانځور: AP

دايتاليي د LAquila په ښار کي داوو سترو صنعتي هيوادنواو د روسي د دولتي او حکومتي مشرانو دري ورځنۍ غونډه پاي ته ورسيده . د جمعي ورځي په غونډه کي په دي هکله مشورتي خبري شوي ، چي په نړي کي د لوږي او په تيره بيا دافريقا په وچه کي د روان اقتصادي بحرانه څخه د رامنځ ته شوو ستونزو سره څه ډول مبارزه وشي. د اته نومي ډلي يا جي 8 په سر مشريزه غونډه کي د صنعتي کيدلو په درشل او د يو شمير افريقايي هيوادنو مشرانو هم ونډه اخيستي وه . مثلا د ليبيا د دولت مشر معمر القذافي چي پرون شپه د امريکي د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما هم له هغه سره لاس ورکړ او کتلي دي . د جمعي د ورځۍ په مشورتي خبرو کي لويديځ ستر صنعتي هيوادونه او روسيه د بيوزلو او د افريقا د وچي د هيوادنو سره دمرستو په هکله خبري کړي . داسي ويل کيږي چي په راتلونکي کي د بيوزلو هيوادنو سره دخوراکي موادو د مرستو په ځاي هغوي ته بايد پيسي ورکړ شي تر خو چي هغوي دغه پيسي دکرهني او مالداري د ودي په لاره کي ولږوي . د اته نومي ډلي د هيوادنو سر مشريزه غونډه کي لا د چار شنبي په ورځ دا پريکړه شوۍ وه چي دوي به 12 مليارده ډالره په پرمختيايي بيوزلو هيوادونو کي دکرهني او مالداري د عصري متودونو د رواجولو دپاره تخصيص کړي .

په تيره بيا افريقايي هيوادنه د نړۍ د روان مالي بحران او اقتصادي بحرانه څخه زيات زيان من شوي اوڅنګه چي د نړي دخوراکي توکو د سازمان په يوه رپوټ کي ويل شوي دي د لمړي ځل د پاره په نړي کي د وږو انسانانو شمير تر يو ملياردو پوري رسيدلي دي .

په 2005 ميلادي کال کي د نړي په اقتصادي سر مشريزه غونډه کي چي دسکاتلند په Gleneagles کي شوي وه ، صنعتي هيوادونو دا ژمنه کړي وه چي دوي به سر د 2006 ميلادي کاله څخه خپل ټولنيز ناخالص توليد په سلو کي 0.51 برخه د پرمختيايي مرستو دپاره تخصيصوي . خو دوي لا تراوسه دوي په دي ندي بريالي شوي چي دا کار وکړي . په دي توګه د دوي دا موخه چي تر 2015 ميلادي کاله پوري به صنعتي هيوادونه خپل دتولنيز ناخالص توليد په سلو کي 0.7 برخه د پرمختيايي مرستو دپاره لګوي هم نشي تر سره کيدلاي .

دايتاليي د L Aquila په ښارکي کومي خبري چي د نړي په اقتصادي سر مشريزه غونډه کي د پرمختيايي او دصنعتي کيدلو درشل ته د رسيدلو هيوادنو د دولتي او حکومتي مشرانو سره شوي ، داځلۍ داژمنه شوي چي تر 2010 ميلادي کاله پوري د صنعتي هيوادنو په پرمختيايي مرستو کي 50 مليارده ډالره زياتوالي راشي او دغه مرستي به 100 ملياردو ډالرو ته ورسيږي . او داهم ويل شوي چي د دغو زياتو پرمختيايي مرستو نيمايي برخه به افريقايي هيوادنو ته ورکول کيږي .

افريقا کي خلک تر ټولود نړي د روان مالي او اقتصادي بحران څخه رنځ وړي
افريقا کي خلک تر ټولود نړي د روان مالي او اقتصادي بحران څخه رنځ وړيانځور: AP

نړيوال اقتصادي بحران او دريمه نړۍ :

که څه هم پرمختيايي هيوادونه د نړي د روان مالي اقتصادي بحران په راتلوکي هيڅ ګرم ندي خو د دغه روان بحرا ن له امله پرمختيايي هيوادنه ډير سخت زيان من شوي دي . زياتره پرمختيايي هيوادنه اوم (خام) مواد لري او د روان مالي او اقتصادي بحران په بهير کي د تيلو څخه نيولۍ د ټولو نورو اومو موادو بيي راوليدلي دي . همداشان د دوي کوم عايدات چي دکرهني او مالداري د توليداتو د صادراتو او يا د توريزم له مدرکه و ، هم د پخوا په پرتله ډير زيات کم شوي .

دصنعتي هيوادونو په پرتله ، د دريمي نړي هيوادونه، پرته د يو څو هغو هيوادونو څخه چي دصنعتي کيدلو درشل ته رسيدلي دي ، نور ټول ډير کم يا هيڅ اسعاري زيرمي نلري .او د فقر او بيوزليو له امله د دغو هيوادونو وګړي دهرډول ټولنيز امنيت څخه بي برخي دي . نو له همدي کبله بايد د صنعتي او بډاي هيوادنو په پرمختيايي مرستو کي زياتوالي راشي .

دسترو صنعتي هيوادونو په کتار کي لويه برطانيا يواځني هيواد دي چي خپل دټولنيز ناخاص توليد څخه په سلو کي 0.43 د پرمختيايي مرستو په لاره کي لګوي . اود آلمان په ټولنيز ناخالص توليد کي دپرمختيايي مرستو اندازه په سلو کي 0.38 ته رسيږي .

Zawadzky, Karl/ ضياء الحق فضلي

کتونکی: عبدالباري حکيم