د نيپال په زلزله کي حيرانوونکي فرهنگي ميراثونه ونړېدل
په نيپال کي زلزلې نه يوازي په زرونو انسانان ووژل، بلکي ډير نړيوال فرهنگي ميراثونه ئې هم له خاورو سره خاوري کړل.
د کتمندو دره
په نيپال کي د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۵) زلزلې د دغه هيواد فرهنگي ميراثونو او معنوي آثارو ته سخت تاوان ورساوه. د کتمندو دره چي د هيمالايا د غرونو د سلسلې په لمن کي پرته ده پکښې اووه تاريخي اثار چي له يونسکو سره د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت دي موجود دي. له دې څخه يو د سوويام بونات معبد دئ.
بودايي ستوپي
بودايي ستوپي او د سوويام بونات معبد د نپال روحاني او معنوي زړه بلل کيږي. گنبدي يا تپه يي شکل لرونکي ستوپې د بودايي آئين برجسته ښارندويي کوي. دغه ستوپې د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت سوي دي.
په باختاپور کي تر لزلې دمخه د دوربار ميدان
د نيپال پاچاهانو په باختاپور کي د دوربار ميدانونو په ماڼو کي ژوند کاوه. په ۲۰۰۷م کال کي د نيپال پاچاهي نظام په جمهوري نظام بدل سو.
تر زلزلې وروسته د دوربار ميدان
په کتمندو، باختاپور او پاتان کي د دوربار په ميدانونو کي ډير معبدونه او مجسمې په زلزله کي خراب يا له يوه مخه ونړېدل.
په کتمندو کي د دوربار ميدان تر زلزلې دمخه
د کتمندو په دوربار ميدان کي ډير بودايي معبدونه دوه يا درې پوړه ول. دا د نيپال ځانگړې معماري وه.
تر زلزلې وروسته د دوربار ميدان
دغه تاريخي معبد په زلزله کي ونړېد او ويل کيږي چي دا د نيپال له پاره د نه جبرانېدونکي زيان دئ.
تر زلزلې دمخه د دراهار څلی
د کتمندو ښار تاريخي مرکز داسي ويران سوی دئ چي د پيژندلو نه دئ. د هندوانو تاريخي څلی او معبد «دراهار» چي ۶۲متره لوړوالی لري او په ۱۹ ميلادي پيړۍ کي جوړ سوی دئ له يوه مخه نړېدلی دئ.
تر زلزلې وروسته دراهار څلی
د دراهار څلی چي ۲۰۰ پلې يې لرلې يوازي يې پايه پاته ده. ژغورونکي په دې تلاښ کي ول چي په دغه څلی کي ۵۰ تنه موجود انسانان له خاورو څخه راوباسي. دغه څلی چي په ۱۸۲۶م کال کي جوړ سوی دئ د ۱۹۳۴م کال په زلزله کي هم نړېدلی وو چي بيرته بيا ورغول سو.
د چانجونارايان معبد
د چانجونارايان ۴ معبدونه او درې ماڼۍ په ۲۰۰۶م کال کي د يونسکو د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت سولې. دغه تاريخي آثار د نيپال سياسي او هذهبي بڼه ښيي.
د پاشوپاتينات معبد
په نيپال کي د پاشوپاتينات معبد چي په هندوانو پوري اړه لري خپل ځان ته ځانگړی ځای لري.
د بودا د زېږېدو ځای
په کتمندو کي د مهمو تارخي آثار ترڅنگ درې نور اثره او ځايونه هم د يونسکو د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ځای سوي دي. دغه ځايونه لومبيني چي د بودا د زېږدو ځای بلل کيږي، د چيتوان ملي پارک او د ساگارمانا ملي پارک دي. لومبيني د نيپال د پلازمېني کتمندو په لوېديځ ۲۸۰ کيلومترۍ کي واقع دئ.
نيپال د جنوبي اسيا يو له فقيرو هيوادونو څخه دی
په نيپال کي د زلزلې مرکز د کتمندو په ۸۰ کيلومترۍ کي وو او دغه زلزله نزدې ۸ درجې اټکل سوې ده. نيپال چي ۲۸ ميليونه نفوس لري د جنوبي اسيا يو له فقيرونو هيوادونو څخه شمېرل کيږي. د دغه هيواد اقتصاد له سيلانيانو سره تړلی دئ.