1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيويارک پر ميترو د بريد نوي معلومات

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د نیویارک د تر مځکي لاندي «میترو» پر سیستم د ترهګر برید خنثی شوي قضیې د سه شنبې په ورځ یو وار بیا د خلکو پام ځان ته راواړوه.

https://p.dw.com/p/14fb9
انځور: AP

د نیویارک دیلي نیوز ورځپاڼې «The New York Daily News» په حواله نجیب الله ځاځی چې یو امریکايي تابعت لرونکی افغان دئ او د دغه پلان په جوړولو تورن شوی دئ اقرار کړی دئ چې په ۲۰۰۸ کال ئې له خپل ملگري ادیس میدنجنین سره یوځای د یوه مسجد د موټر درولو په ځای کي تعهد کړی وو چې له طالبانو سره به یو ځای کیږي او پرغیري مسلمانو باندي به بریدونه کوي.

اوس مهال نجیب الله ځاځی، ادیس میدنجنین او زرین احمدزی په متحده ایالاتو کې په دې تور محاکمه کیږي چې غوښتل ئې په ۲۰۰۹ کال کې د نیویارک په میترو گانو کې ځانمرگي بریدونه تر سره کړي. زرین احمدزی هم یو امریکايي افغان دئ چې په نیویارک کې ټکسي چلوي.

امریکایي استخباراتي کارکوونکو یوازي څو ورځي تر هغه مخکي چې دا برید تر سره شي کشف او دغه کسان ونیول.

دغو درو کسانو د پاکستان وزیرستان ته هم سفر کړی وو. په دغه ځای کې هغوی ته ښودل شوي ول چي څرنگه د اوږي له راکټونو څخه کار واخلي، سپکي وسلې وکاروي او څرنگه لاسي بمونه پر خپلو هدفونو باندي ور وغورځوي.

په پېښه کي یوه تورن، ځاځي په محکمه کې اقرار کړی دئ چي په پاکستان کي د القاعدې یوه مهم وگړي چي هغه ورڅخه د احمد په نامه یادونه کړې ده هغه ته ویلي ول چي په امریکا کې ځانمرگي بریدونه تر سره کړي.

ځاځي او احمدزې په ۲۰۱۰ کلونو کي اقرار کړی وو چې دوی د دغه برید پلان جوړ کړی وو خو ادیس میدنجنین چي یو بوزنیايي الاصله امریکايي دئ ویلي دي چي دی بېگناه دئ.

ځاځي ویلي دي چې څرنگه د ځینو افراطي مسلمانو خبري چي په امریکا کې د افغانستان د عملیاتو پر ضد ئې هغه ته کولې پر ده تأثیر وکړ او ده د دغو پریدونو د ترسره کولو پلان جوړ کړ.

هغه همداراز ویلي دي چي امریکا پخپله د۲۰۰۱کال د سپتمبر د میاشتي بریدونه پلان کړي دي. احمدزی چې ۲۷ کاله عمر لري د دوشنبې په ورځ اقرار کړی دئ چي هغوی غوښتل سهار او یا هم ماښام د گڼه گوڼي په ځايونو کي بریدونه تر سره کړي چي تر ټولو ډیر کسانو ووژني.

نجیب الله ځاځی، ادیس میدنجنین او زرین احمدزی په ښوونځي کې سره یوځای ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل