1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيلسن مانديلا «سپين پوستي خور» له دې دنيا څخه سترګي پټي کړې

۱۳۸۷ دی ۱۳, جمعه

له ليتوانيا څخه ديوې يهودي کډوالي کورنۍ دغه لور د جنوبي افريقا جانس برګ، ته نژدې په جيرمستن نومي ښار ګوټي کي لو سوې وه.

https://p.dw.com/p/GQrQ
د جنوبي افريکا سياستمداره آغلې هيلن سوزمن د 2009 کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د 91 کالو په عمر له دې دنيا څخه د تل له پاره سترګي پټي کړې
د جنوبي افريکا سياستمداره آغلې هيلن سوزمن د 2009 کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د 91 کالو په عمر له دې دنيا څخه د تل له پاره سترګي پټي کړېانځور: picture-alliance/ dpa

هغه د نيلسن مانديلا، سپين پوستې خور ګنله کيږي. هغه يوازي څو مياشتي مخکي له مانديلا، څخه زيږېدلې ده، له ليتوانيا څخه ديوې يهودۍ کډوالي کورنۍ دغه لور د جنوبي افريقا جانس برګ، ته نژدې په جيرمستن نومي ښار ګوټي کي لو سوې وه. هغي د اقتصاد په په برخه کي زده کړي کړي او آن د خپل تحصيل په موده کې سياست ته لاره پيدا کړه.

هيلن سوزمن، په يوه مطالعه کي په ښارونو کي د تور پوستو خلکو د ژوند پر شرايطو باندي څېړنه کړې وه او له هغه وخت څخه را پدې خوا د نژادي توپير پرخلاف راولاړه سوه او د ټولو لپاره يې د رايي ورکولو د حق غوښتني چغه پورته کړه. په 1961 کال کي د جنوبي افريقا پارلمان يوازي د سپين پوستوحق ګڼل کېدی.په دې وخت کي هغه نه يوازي د هغه هیواد د ليبرال مترقي ګونديوازنۍ استازې وه، بلکي 13 کاله د جنوبي افريقا د 164 پارلماني غړو څخه يوازنۍ ښځه وه.

«خو داسي يوازيتوب هم هغه له دې څخه منع کولای نه سوو چي د نژاد پالني د غښتلي دستګاه پر خلاف خپله رايه ور نه کړي. يوه ډيره زړوره ښځه، يوه سرښندونکې ښځه.»

دا پاتريسيا دليلا، د جنوبي افريقا د خپلواکو ډيموکراټو استازې ده چي د مېرمن سوزمن په ستاينه کې خبري کوي اوله سوزمن څخه پرته د يوې جنوبي افريقا تصور نه سي کولای.

هغې د دغه هيواد د خلکو د استازو په کور کي کلونه کلونه د نژادي پالني پر خلاف ږغ پورته کړی او تل يې د تور پوستو ډيرکيو پر خلاف زور زياتی غانده. هغې د نيلسن مانديلا د آزادۍ لپاره خبري کولې. د جنوبي افريقا اوسنی واکمن ګوند، د افريقا ملي کانګرس، ACN، د مېرمن سوزمن، په ستاينه کي وايي، چي هغه د نژادي پالونکي رژيم په سترګه کي اغزی ؤ، هغې د 27 کلونو په موده کي په منظمه توګه له مانديلا څخه په زندان کي ليدنه کتنه کوله،هغې په نورو سيمو کي د تور پوستو د جبري مېشته کوني پر خلاف او د سپين پوستي لږکي نژادي پالونکي رژيم د نور دا ډول ناروا کارونو پرخلاف ګوت نيوني کړي.

د جنوبي افريقا و مشر او د نوبل د سولي جايزې وړونکی نيلسن مانديلا ته د نوبل د ادبياتو جايزه د ورکولو پر مهال
د جنوبي افريقا و مشر او د نوبل د سولي جايزې وړونکی نيلسن مانديلا ته د نوبل د ادبياتو جايزه د ورکولو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

مېرمن سوزمن، د جنوبي افريقا د پارلمان لومړۍ استازې وه چي د روبن په ټاپو کي يې د هغه وخت د رژيم د لومړۍ درجې دښمن مانديلا سره وليدل. دغي ليدني کتني سره د آزادۍ له دغه مبارزې څخه د هغې نه يوازي ملګرتيا ټينګه سوه، بلکي په ټوله نړۍ کي هغې ته درناوی ور په برخه کړ، او په يو شمېر جايزو سره يې ووياړل. دهغو په جمله کي د ملکرو ملتو د بشري حقوقو جايزه، د آلمان فدرال د لاس ته راوړني نومي جايزه د برلين د سنا د موزيس ميندلس زون، نومې جايزې د يادولو وړ دي. هغه دوه واري د نوبل د سولي جايزي لپاره ونوموله سوه.

د جنوبي افريقا ډيری خلک په دې نظر دي چي غوره وه د نوبل د سولي جايزه هغې ته ورکړل سوې وای، نسبت ودې ته چي د هغه هيواد وروستي سپين پوستي جمهور رييس فريد ريک دبليو ديکلارک، ته ورکړال سوه.کله چي نژادي پالونکی رژيم له مينځه ولاړ، د ليبرال د ګوند نوي مشر، توني ليون د هغې پر ځای په پارلمان کي ځای ونيو.

« هغه د هغو کسانو له جملې څخه يوه وه چي يوازي په دې راضي نه سوه چي هلته د بدلون راتلو سره هر څه تمام سول، نه، بلکي هغه تل د خپل انتقادي دريځ سره پاته سوه، او تر پايه پوري له داسي يو ويښتوب سره زموږ ډيموکراسي نوره هم غښتلې کړه. »

هيلن سوزمن، د شخصيت يوه نمونه وه، هغه يوه چي د جنوبي افريقا د سپين يا پاک وجدان نوم ګټلی دی، هغې د نوی کال په لومړۍ ورځ په جانس برګ کي په 91 کلنۍ له دنيا سترګي پټي کړې، خو د نژاد پالني پر ضد د هغې مبارزه تل پاتې ده.