1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي پارلمان د کار د پيلېدو پر سر اختلافونه

۱۳۸۹ آذر ۹, سه‌شنبه

د ټاکنو د وروستنويو پايلو د اعلامولو سره سره بيا هم، د افغانستان د نوي پارلمان د کارد پيل پر سر اختلافونه سته.

https://p.dw.com/p/QM8p
انځور: AP

د افغانستان د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چي په درغلیو د تورنو کانديدان د دوسيو تر ختميدو پوري به د نوي پارلمان کار پيل نسي.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون د دوشنبې د ورځ راهيسي برياليو کانديدانو ته د اعتبار ليکونو په ورکولو سر پيل کړی او ويلي يې دي چي هر هغه چا چي اعتبار لیک تر لاسه کړی هغوی د نوي پارلمان غړي دي.

د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال، تابش فروغ، په خبره د ټاکنو د ورستيو پايلو اعلامول او کاميابو کانديدانو ته د تصديق ليکونو ورکول د ټاکنو د مستقل کمېسيون دنده ده.

هغه دغه راز زياته کړې چي تر اوسه ډير شمير کانديدانو خپل تصديق ليکونه ترلاسه کړي دي او دوی دې ته په تمه دي ترڅو د افغانستان د نورو برخو څخه هم بريالي وکيلان کابل ته راسي او خپل تصديق ليکونه ترلاسه کړي.

د بلې خوا د ولسمشر کرزي وياند، وحيد عمر، ويلي دي چي د نوي پارلمان د کار پيل د ټاکنو په کمېسيون پوري اړه لري.

عمر ويلي چي ولسمشر کرزی به هر هغه وخت چي پارلمان کار ته چمتو سي پرانيزي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان لوی څارنوالي د 400 وکيلانو د دوسيو د څېړولو په حال کي ده.د دغو نوماندانو په منځ کي هغه وکيلان چي پارلمان ته کاميابه سوي هم ګدون لري.

د افغانستان د لوي څارنوالۍ چارواکو ويلي دي چي د دغو دسيو کار به د راتلونکي اونۍ تر پايه تمام او ستري محکمې ته به و لېږل سي.

د غزني ولايت د ورستيو پايلو برخليک لاتر اوسه معلوم ندی. که څه هم د حامد کرزي وياند، وحيد عمر، وايي چي ښاغلی کرزی د ټاکنو د کمېسيون پر کار څه اغيزه نه لري، خو د غزني د ولايت کامياب وکيلان وايي چي د دغه ولايت د ورستيو پايلو د نه اعلانيدو اصلي لامل افغان ولسمشر حامد کرزی دی.

تردې د مخه، حامد کرزي د غزني د ټاکنو په اړه اندېښنه ښودلي وه.

ځيني کارپوهان په دې اند دي چي حامد کرزي د غزني ځينو کاميابو کانديدانو ته د مهمو دولتي پوستونو پيشهناد کړی، او غوا ړي د دغو کانديدان په عوض د غزني د ناآرامه سيمو څخه ناکام سوي کانديدان د افغانستان پارلمان ته راولي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل