د نوو واټونو د جوړیدو خبر ورکړ شو
۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبههمدا راز د غور ولایت له لارې د هرات او میدان وردکو تر منځ د سړک د پروژې تړون هم لاسلیک شوې. د دغې پروژې لګښت د افغانستان له کورنۍ بودیجې څخه ورکول کیږي.
د افغانستان د فوایدې عامی د وزارت ادارې معین، احمد شاه وحید، دغه خبرې افغان کوریا ساختمانی شرکت سره د یادې پروژې د قرارداد د لاسلیک کولو په غونډه کې وکړې. نوموړي وویل چې په دې پروژې به یو ملیارد او شپږ سوه ملیونه افغانۍ لګښت راشي.
د افغانستان د مالیې وزیر، حضرت عمر زاخیل وال، هرات ته په خپل وروستي سفر کې یاده پروژه د هیواد د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د غرب زون د ولایاتو د اوسیدونکو لپاره حیاتې وبلله. نوموړي زیاته کړه چې هرات به له چخچران، بامیان او بیا د میدان وردګو له لاری کابل سره وتړل شي.
د مالی وزیر د خبرو په دوام کې د هرات مزار شریف د سړک د پروژی د بیا پیل خبر هم ورکړ. دغه پروژه د هیواد د حلقوی سړک په نامه یادیږی، چی په ځینو سیمو کې د نا امنۍ او نورو دلایلو له امله یې کار خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی.
د مالې وزیر د دغی پروژې ټولټال لګښت درې سوه ملیونه امریکایې ډالر وښود چې دغه پیسی لا د مخه د اسیا د پرمختیایې بانک له خوا منل شوي دي.
د زاخیل وال په وینا د یوې میاشتې په اوږدو کې به د دغې پروژې عملی چارې پیل او د دوو کلونو په اوږدو کې به بشپړې شي.
د اړونده چارو کار پوهان وایې چې د دغو پروژو د پیل سره به په زرگونو بې روزگاره کسان په دنده بوخت او په جوړیدو سره به یې د سوداګرۍ په چارو کې اسانتیا راشي او د هیواد اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره شي.
د تیرو لس کلونو په اوږدو کې افغان چارواکې د نړیوالې ټولنې په مرسته د څه د پاسه شپږ زره کلومتره واټ د اساسي جوړښت خبر ورکوي.
دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: شمس الرحمن ناصر