د نومبر نهمه، د آلمان له پاره نه هیریدونکې ورځ
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه
د آلمان په معاصر تاریخ کې د نومبر د میاشتې نهمه نیټه یوه نه هیریدونکې ورځ ده. له دې ورځې سره په دوو برخو د آلمان تقسیمیدل او همداراز په ۱۹۸۹ کال کې د برلین د دیوال نړیدل د سړي ذهن ته راځي.
په ۱۹۱۸ کال کې د آلمان لومړنۍ جمهوري دولت اعلان شو او پنځه کاله وروسته ادولف هیتلر هڅه وکړه چی د دغه جمهوري نظام په مقابل کی کودتا وکړي.
سږ کال د نومبر په نهمه نیټه د برلین د دیوال د نړیدو ۲۳ کاله پوره شول. دا داسې یوه تاریخي پېښه وه چې په ټولې نړۍ کې یې بدلونونه راوستل. تر دغې نیټې یو کال وروسته د آلمان دوه جمهوریتونه پس له ۴۱ کالونو جدایۍ بیرته سره متحد شول.
د آلمان په تاریخ کی په دغه ورځ ډیرې نورې مهمې پېښې هم رامنځته شوې دي. په ۱۹۱۸ کال کې د برلین د رایش تاګ له بالکن څخه د سوسیال دموکرات ګوند سیاستوال فلیپ شایده من، د آلمان جمهوري نظام اعلان کړ. په دې ډول نو د دویم ویلهیلم کایزر دوره ختمه شوه.
په آلمان کې ځوانه دموکراسي په لومړي سر کې له ستونزو سره مخامخ وه. کیڼ اړخو او ښي اړخو غوښتل چې هغه ژر تر ژره له منځه یوسي. په ۱۹۲۳ کال کې ناسیونال سوسیالیستانو په مونشن کې د «فیلد هیرن هاله» پر ودانۍ باندې یرغل ویوړ. د هغوی مشر ادولف هتلر وو چې لس کاله وروسته یې په آلمان کې قدرت په لاس کې واخیست او نړۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې له ناورین سره مخامخ کړه.
هغه وخت د یهودانو حقوق تر پښو لاندې کیدل او بیا په ۱۹۴۲ کال کې هغوی په سیستماتیک ډول ووژل شول. د ۱۹۳۸ کال د نومبر په نهمه نېټه، مخکې له دې چی دویمه نړیواله جګړه پیل شي په ټول آلمان کې د یهودانو کنیسې وسوځول شوې او د هغوی دوکانونه چور او تالا شول. د سلو په شاوخوا کی یهودان ووژل شول او ۲۶ زره نور په اجباري ډول کمپونو ته واستول شول. دغه شپه ښایي د هولوکاست له پاره د وروستي تمرین شپه وه.
که له یوې خوا د نومبر نهمه نیټه یوه دردوونکې او تیاره ورځ ده خو له بلی خوا په همدې ورځ د برلین دیوال راونړول شو. د برلین د دیوال نړیدو نه یوازې په المان بلکې په ټولې نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځ ته کړل.