د نورو عسکرو ليږل ، د افغانستان مشکلاتو ته يو سم جواب ندی
۱۳۸۶ بهمن ۱۰, چهارشنبهاعلان
کرزي د Die Welt په نامه يوې المانۍ ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي وويل ، چي د نورو عسکرو ليږل ، د افغانستان مشکلاتو ته يو سم جواب ندی .
ده وويل چي د افغانستان دولت تر ټولو دمخه د پوليسو ، پوځ او قضاء د جوړولو په برخه کي مرستي ته ضرورت لري . کرزي دغه خبري د جرمني څخه د ناټو د غوښتني په مناسبت وکړې ، چي د هغه پر اساس د جرمني څخه افغانستان ته د جنګي ټوليو ليږل پلان سوي دي . خو تراوسه پوري جرمني يوازي دا پلان کړې ده ،چي دغه 250 تنه عسکربه په شمال کي د نارويژي قواوو ځای ونيسي .