د نوازشریف مخالفین د هغه د ګوښه او زنداني کیدو خبره کوي
۱۳۹۶ تیر ۲۷, سهشنبهپاکستاني رسنې جیو نیوز، په یوه تازه رپوټ کې د پاکستان د تحریک انصاف یا د عمران خان د ګوند د یوه ویاند، فواد چوهدري په حواله ویلي چې یوازې معجزه کولای شي چې د نوازشریف کورنۍ له ۱۴ کلن بند او ۱۰ کلن کاري بندیز څخه وژغوري.
له څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د دې هیواد د لومړي وزیر نوازشری،ف پر ضد د فساد ضد دوسیه د دې هیواد په ګډه څیړنیزه محکمه کې تر ارزونې لاندې ده. پر نواز شریف باندې د میلیویونو ډالرو د فساد او په بهرنیو هیوادونو کې د ناقانونه جایدادونو د لرلو تور دی.
جیو نیوز په خپل رپوټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ویاند په حواله لیکلي: «موضوع د [نوازشریف د زامنو] هر یو حسین، حسن او لور مریم نواز د زنداني کیدو په لور روانه ده.»
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې یوازې معجزه کولای شي چې د نوازشریف کورنۍ له ۱۴ کلن قید او ۱۰ کلن کاري بندیز څخه وژغوري.
جیو نیوز په عین وخت کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند په استازیتوب د دانیا عزیز له قوله چې د خپل ګوند دفاع یې کوله وویل چې د تحریک انصاف پاکستان ګوند په خپله سیمه یعنې د خیبر پختونخوا په ایالت کې د حساب ورکونې مخه نیولې.
د پاکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ادعا کوونکي د لوری عریضه واوریده او بیا د سه شنبې په ورځ یې د لومړي وزیر خبرې واوریدې. محکمې بیا وروسته دغه دوسیه د چهارشنبې ورځې له پاره وځنډوله.
جیو نیو په خپل رپوټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ویاند فواد چوهدري د ادعا له مخې لیکلي چې نواز شریف یوازې یوه یا دوه اونۍ د لومړي وزیر په توګه وخت لري او خلکو ته یې وړاندیز وکړ چې د جشن د لمانځلو له پاره چمتوالی ونیسي.
دا چې د نوازشریف د فساد د دوسیې په هکله د پاکستان ستره محکمه څه پریکړه کوي، دا به د وخت په تیریدو سره څرګند شي. خو پاکستاني سیاستوالو تر دې مخکې هم ویلي وو چې پاکستان په اوسمهال په عملي توګه فلج شوی او د هیواد په کچه سترې پریکړې نه کیږي.
د نوازشریف پلویان بیا پر هغه باندې لګیدلي تورونه بې بنسټه بولي. کاروپوهان په دې نظر دي چې نوازشریف هڅه وکړه د ملکي ادارې واک ډیر او د پوځ واک کم کړي او له همدې کبله ورته د پوځ له لورې ستونزې راولاړیږي.
جیونیوز / خ. حکیمي