1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار پوهنتون د ساينس او ټکنالوژۍ پوهنځی وداني جوړه سوه

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

دغه وداني د درو کالو په موده کي د پاکستان هيواد د شپږ نيم ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه سوې.

https://p.dw.com/p/QkE6
د ننګرهار پوهنتون ريس ډاکټر صابر مومند
د ننګرهار پوهنتون ريس ډاکټر صابر مومندانځور: DW

د ننګرهار پوهنتون د ريس ډاکتر صابر مومند په خبره، ودانۍ د ۲۴ درسي خونو تر څنګ يو شمير نوري اسانتياوي هم لري.

نوموړی وايي له دغه ودانۍ به دوي د ساينس او ټيکنالوژۍ د نوي پوهنځي ترڅنګ د نورو پوهنځيو لپاره هم ګټه واخلي.

د ننګرهار پوهنتون رئيس وويل، چي د ودانيو د نشتوالي په برخه کي نوري ستونزي لا په مخ کي پرتې دي، چي تر ډير حده يې د حلولو هڅه سوي او په نيږدي وخت کي به نورو پوهنځيو ته هم نوي ودانۍ جوړي سي.

خو د ننګرهار پوهنتون يوشمير محصلين يادونه کوي چي له بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او وايي اړونده چارواکو يي دوی ته په ښه توګه کارونه نه ترسره کوي په مياشتو مياشتو د دوی ستونزي پرتې او څوک نسته چي ستونزو ته يې د پای ټکي کښېږ دي.

د هغه پوهنتون يو محصل، شريف الله، وايي:« همدا اوس د ننګرهار پوهنتون محصلين د لابراتوار په برخه کي د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوا ن دي په درسي بهيرکي ستونزي لري او يو لړ نور داسي مشکلات دي چي دولت يي په کولوسره پاته راغلی.»

ننګرهار پوهنتون، چي تر کابل پوهنتون وروسته د هيواد دويم ستر پوهنتون ګڼل کيږي، د محصلينو په وينا يي پر ودانيو سربيره نوري ستونزي هم لري، چي چارواکي بايد پاملرنه ورته وکړي.

شمع احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل