1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نمارک د مهاجرو شتمنۍ ضبطوي

ستار جهش/ اژانسونه ۱۳۹۴ آذر ۲۸, شنبه

د دنمارک حکومت له هغې پریکړې دفاع کوي چې پر بنسټ یې د مهاجرو کالی او نورو وسایل لټول کیږي تر څو پیسې او نور قیمتي څیزونه يې ضبط شي. د دې مسودې له مخې پولیس به د واده ګوتې، ساعتونه او ګرځنده تیلیفونونه نه ضبطوي.

https://p.dw.com/p/1HQRa
Inger Stojberg
انګیر ستویبرګانځور: picture alliance/dpa/W. Dabkowski

د دنمارک د ادغام وزیرې انګیر ستویبرګ د جمعې په ورځ وویل چې کیدای شي د دغه هيواد حکومت د مهاجرو په استوګنځایونو کې له پناه غوښتونکو څخه کرایه واخلي.

د دې مسودې له مخې د دنمارک پولیس کولی شی د مهاجرو او پناه غوښتونکو څخه زیور او نقدې پیسې چې له ۴۳۶یورو څخه ډیرې وي، ضبط کړي. دې مسودې نړیواله غصه راپارولې ده.

په ځواب کې یې د دنمارک د مهاجرت وزیرې ویلي دي چې ځینې بهرنۍ رسنۍ د دې مسودې او د دنمارک د حکومت د دې اقدام سپکاوی کوي.

ستویبرګ په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «د نیوکو له پاره کوم دلیل نشته ځکه له پخوا هم [د قانون له مخې] که چیرې د دنمارک یو اوسیدونکی د بیکاري د ګتو له پاره درخواست وکړي او ځینې قیمتې اجناس لري چې له ۱۰زره کرونو څخه یې قیمت ډیر وي نو باید لومړی هغه خرڅ کړي.»

د ستویرګ پر وینا چارواکي به هغه اجناس ضبط نه کړي چې معنوي ارزښت لري لکه د واده ګوتې، ساعتونه او یا هم مبایلونه.

ځینې څارونکي بیا وایي چې د دنمارک دا مسوده د نازي حزب د تګلارو په شان ده چې د دویمې نړیواله جګړې پر مهال یې د یهودانو څخه طلا او ارزښتناکه زیور ضبطول.

د دنمارک ناسم انځور

د دنمارک حکومت ټینګار کوي چې دا نوی قانون به مهاجر د بیکاره دنمارکیانو سطحې ته راولي.

د دنمارک لومړی وزیر لارس راسموسن وایي چې ځینې رسنۍ د دنمارک ناسم انځور خلکو ته ښيي او په بروکسل کې یې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د دې هیواد د ټولنیزو مرستو د سیستم ستاینه وکړه.

دیلي پالیتکن (Daily Politiken) ورځپاڼې سره په خبرو کې هغه وویل: «په دنمارک کې زموږ پالیسي وایي چې وړاندې له دې چې تاسو د حکومت څخه ټولنیزې مرستې تر لاسه کړی نو باید لومړی که خپله کومه شتمنې لری هغه مصرف کړی او دا [مسوده] هم په همدې متن کې ده.»

د مهاجرت کړکیچ سره مقابله

د دنمارک د مهاجرو ضد د خلکو ګوند له دې مسودې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دا ګوند همداراز د دنمارک د حکومتي لبرال ګوند څخه ملاتړ کوي. پارلمان به د دې مسودې په اړه د ۲۰۱۶کال په جنوري میاشت کې تصمیم ونیسي.

د دې مسودې پر ضد په انترنت کې یوه انلاین دعوی هم ثبته شوې ده چې تر اوسه د شپږ زره کسانو له خوا امضا شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې په دنمارک کې د ۲۰۱۵کال په ۱۱میاشتو کې ۱۸زره کسانو د پناه غوښتنه کړې ده په داسې حال کې چې په سویدن کې ۱۹۰زره کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

همداراز دنمارک په ورستیو کې خپل د مهاجرت قانون کې ځینې بدلونونه راوستي دي چې دا قانون یې لا هم سخت کړی دی. همداراز دې هیواد مهاجرو ته مرستې کمې کړي دي او سربیره پر دې په یوې لبناني مجلې کې د یو اعلان په خپرولو سره د دنمارک حکومت له مهاجرو څخه غوښتي دي چې دې هیواد ته له تګ څخه ډډه وکړي.

Dänemark Padborg Bahnhof Flüchtlinge
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/Scanpix/A. Ladime