1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نفتو په رانيولو کي کيدای سي پر ايران بنديزونه مات سوي وي

مسعود جهش (afp)۱۳۹۱ بهمن ۱۲, پنجشنبه

یوه څارونکي سازمان ویلي دي چې کیدای شي د امریکا پیسې افغان پوځ ته د نفتو د خریداریو له لارې ایران ته رسېدلي وي. غربي هیوادونو او ملګرو ملتو پر ایران باندې د دې هیواد د اتومي پروګرام له کبله اقتصادي بنديزونه لگولي دي.

https://p.dw.com/p/17UwE
Oil tankers await to be cleared for journey to Afghanistan. The decision to resume Nato supplies through Pakistan was taken by the Pakistan government a couple of days ago but the orders for implementation took some time before the oil tankers could start their journey from Karachi port to Chaman border to enter Afghanistan. Copyright: DW/Rafat Saeed 04.07.2012, Karachi
NATO Versorgung Afghanistan Pakistanانځور: DW

دغه څارونکی امريکايي سازمان چې «د افغانستان د بیارغونې ځانګړی څیړونکی سازمان» نومیږي، د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د امریکا د پیسو د مصرفیدو د څرنګوالي په برخه کې لا ډیر اقدامات وکړي.

افغانستان خپل د اړتيا وړ نفتي مواد له روسیې، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. د دې هیواد د نفتي وارداتو په اړه د دقیقو ارقامو وړاندي کول یو څه ستونزمن کار دی، ځکه د افغانستان په بیلابیلو کمرکونو متفاوتې شمیرې ثبت شوي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چاروا وزارت دغه څارونکي سازمان ته ویلي دي چې افغانستان خپل څه نا څه ۴۰ سلنه نفت له ایران څخه واردوي.

د دغه څارونکي سازمان(SIGAR) مشر جنرال جان سوپکو، په خپل رپوټ کې ویلي دي چې امریکا د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ افغان پوځ ته د نفتو د رانیولو په موخه ۱.۱ میلیارد ډالره ورکړي دي.

هغه په خپل رپوټ کې ویلي دي: «دا موضوع چې متحده ایالاتو د افغانستان د وارداتي نفتو پیسې ورکړي دي، داسي اندیښنې رامنځته کوي چې کیدای شي دغه پیسې د ایران پر ضد د متحده ایالاتو بندیزونه مات کړي وي.»

اوس پر ایران باندي د دې هیواد د شخړه ییز اتومي پروګرام له کبله د نړیوالي ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا کلک بندیزونه لګول شوي دي. غربي هیوادونه ادعا کوي چې ایران غواړي اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، خو ایران دغه خبره رده وي او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازي سوله ییز اهداف لري.

متحده ایالاتو د تیر کال په نوامبر میاشت کې یو اصل رامنځته کړ چې له مخې یې باید ټول هغه کسان چې امریکايي او افغان ځواکونو ته تیل رسوي، وعده وکړي چې دغه نفتي مواد به له ایران څخه نه رانیسي.

خو د سوپکو د رپوټ په حواله تر دې مخکې دغه شان یو اصل موجود نه وو او امریکايي ځواکونه په دې نه پوهیدل چې رانیول شوي نفت له کوم هیواد څخه وارد شوي دي. د رپوټ په حواله له همدې کبله نه شي ویل کیدای چې د هغو۱.۱ میلیارد ډالرو له جملې څخه چې امریکا د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کال تر منځ د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د نفتو رانیول په برخه کې مصرف کړي دي، یو څه یې ایران ته هم رسیدلي دي که نه؟

د SIGAR سازمان مشر جنرال جان سوپکو، خپل دغه رپوټ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیري مېرمن هیلري کلنتن ته استولی دی.

سوپکو په خپل رپوت کې زیاته کړې ده چې د دې خبري معلومول به هغه وخت لا ستونزمن شي چې امریکا پیسې افغان دولت ته ورکړي او پخپله افغانان نفت رانیسي. هغه له متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د هغو یو میلیارد ډالرو د مصرفیدو په برخه کې لا ډیرو څارنیز اقدامات وکړي چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کال تر منځ افغان دولت ته د نفتو د رانیول له پاره ورکړل شي.