1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نشه يي توكو د غوښتنې د راټيټولو ديپارتمنت جوړ شو

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په چوكاټ كې د نشه يي توكو د غوښتنې د راټيټولو د ديپارتمنت په جوړيدو سره په دوه و پړاونو كې د نشه يي توكو د روږدوكسانو د درملنې لپاره ۱۶ مركزونه جوړ شوي.

https://p.dw.com/p/Hp25
په نشه يې توکو روږدي افغانان ورځ په ورځ په زياتيدو دي
په نشه يې توکو روږدي افغانان ورځ په ورځ په زياتيدو ديانځور: GTZ

سره لدې چې د روږدو كسانو د شميرې په پرتله دغه مركزنه كم دي خو بياهم د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د روږدو كسانو په درملنې بوخت دي .

په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملني په موخه يو شمير مركزونه جوړ شوي . د دغو مركزونو په جوړيدو سره د عامې روغتيا وزارت هڅه كوي تر څو د دغې ټولنيزې ستونزې كچه راټيټه كړي . په همدې موخه د عامې روغتيا وزارت په چوكاټ كې د نشه يي توكو د غوښتنې د راټيټولو ديپارتمنت په جوړيدو سره په دې برخه كې ګړندي هڅې تر سره كيږي . د نوموړي ديپارتمنت له جوړيدو څخه وروسته د نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره شپږ سيمه ايز ګرځنده مركزونه جوړ كړي او د پرله پسې هڅو له امله دغه ديپارتمنت وكولاى شو چې د (سي ، ان ، ټي ، اف) يا د نشه يي توكو سره د مبارزې له وجهي صندوق څخه د مرستو په تر لاسه كولو سره لس نور مركزونه د ننګرهار ، بلخ ، فارياب ، كندز ، شبرغان ، غزني ، باميان ، غور ، نيمروز او فراه په ولايتونو كې فعال كړي .

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توكو د غوښتنې د راټيټولو د ديپارتمنت رييس داكتر عبداله وردګ وايي چې نوموړى ديپارتمنت وكولاى شو په دوه و پړاونو كې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې ۱۶ مركزونه جوړ كړي چې په لمړي پړاو كې شپږ سيمه ايز مركزونه پرانستل شول .

ډاكتر وردګ وايي چې : په دويم پړاو كې دوى وكولاى شو چې د (سي ، ان ، ټي ، اف) په مالي مرسته لس نور مركزونه پرانيزي . ډاكتر عبداله وردګ وايي چې :د لمړي پړاو د شپږو مركزونو مالي لګښت له۲۰۰۸ كال څخه راپه دې خوا د امريكې متحده ايالاتو پورې اړوند كولمبو پلان لخوا وركول كيږي .

ډاكټر وردګ وايي چې د كندز ، باميان ، غور او نيمروز په ولايتونو كې چې د دوى مركزونه ودانۍ نه درلودې تير كال په نوموړو ولايتونو كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې د مركزونو لپاره د ودانيو د جوړولو كارونه پيل شوي چې په راتلونكي نږدې وخت كې به يې كارونه بشپړ شي .

ډاكتر وردګ وايي چې د نشه يي توكو د روږدو كسانو د شميرې په پرتله د دوى د درملنې مركزونه كم دي ، نو د نشه يي توكو د غوښتنې د راټيټولو ديپارتمنت پلان لري چې په هغو ولايتونو كې چې د درملنې مركزونه نشته نوي مركزونه پرانيزي . څرنګه چې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شميره د ورځ په تيريدو سره زياتيږي او هغه احصائيه چې په ۲۰۰۵ كال كې تر تيب شوې وه د هغې له مخې دغه شميره ۹۲۰ زرو تنو تنه رسيده او له هغې وروسته تر ننه پورې سره لدې چې كومه كره شميره نده خپره شوې خو ويل كيږي چې څه ناڅه يو نيم ميليونه تنه په نشه يي توكو روږدي شوي دي . د افغانستان د نفوسو په پرتله دغه شميره زړه بوګنونكې ده او په دغې شميرې د روږدو كسانو شتون په يوه لويه ټولنيزه ستونزه بدله شويده . ډاكتر وردګ وايي چې د عامې روغتيا وزارت هڅه كوي تر څو د پوهاوي وركولو له لارې په نشه يي توكو د روږديدو مخه ونيسي او هم روږدي كسان دې ته وهڅوي چې د درملنې په موخه شته مركزونو ته ورشي .

ميرمن نادره ساعي چې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې د مركز يوه ټولنيزه كاركوونكې ده وايي چې بې كاري ، بې وزلي او بې كوري هغه لاملونه دي چې يو شمير كسان يې په نشه يي توكو روږدي كړي.

په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې ۴۲ مركزونه جوړ شوي دي چې له هغې جملې څخه ۱۷ دولتي مركزونه او ۲۵ هغه مركزونه دي چې د نا دولتي موسسو لخوا د درملنې په موخه پرانيستل شوي دي .

بری پا ل
کتونکی: يحيی وردک