1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نرمي لهجې ږغونه له شمالي کوريا څخه

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

له شمالي کوريا څخه کله د لفظي ګواښونو او کله د همکارۍ خبرې اورېدل کيږي. د شمالي کوريا مشرتابه له ډېرو کلونو راهيسې کله يوه او کله بله لاره غوره کوي.

https://p.dw.com/p/1Ijpv
انځور: Reuters

د شمالي کوريا د واکمن، کيم جونګ اون وروستيو څرګندونو ته بايد په احتياط سره وکتل شي. کيم وويل چې د ده هېواد به له اتومي وسلو څخه يوازې هغه مهال کار اخلي چې د ده د هېواد ملي واکمنۍ ته د نورو هېوادونو له خوا د داسې ورته اتومي وسلو سره ګواښ پېښ شوی وي.

نوموړي زياته کړه چې هېواد به يې د اتومي وسلو د نه خپرولو په برخه کې خپل مسووليتونه هم ادا کړي. دغه څرګندونې کيم د دولتي خبري اژانس کی سي ان آی په حواله د حاکم کارګر ګوند په کنګره کې کړې دي.

کيم ورسره جوخت دې ته هم لېوالتيا وښودله چې له هغو هېوادونو سره به هم خپلې اړيکې عادي کوي چې د پلازمېنې پيونګ يانګ د رسمي نړۍ ليد له مخې شمالي کوريا ته د دښمنۍ ډک يو چلند يې غوره کړی وي.

د وسلو پر له پسې ازموينې

منزوي شوې شمالي کوريا د نړيوالو مقرراتو په تر پښو لاندې کولو سره له ګوندي کنګرې مخکې ډېر شمېر توغندي او نورې وسلې هم ازمويلې وې. ځينې دغه ازموينې ناکامې هم شوې.

د شمالي کوريا پوځ د اپريل مياشتې په پای کې يو توغندی له اوبتل څخه توغولی وو چې يوازې ۳۰ کيلومتره مزل يې وواهه او بيا د سمندر اوبو ته ورولوېد. نړيواله ټولنه د وسلو د لا نيمګړي تخنيک سربېره هم د اندېښنې په حالت کې ده: يوازې د مارچ په مياشت کې ملګرو ملتونو پر شمالي کوريا باندې لګول شوي بنديزونه د اتومي وسلو د څلورمې ازموينې وروسته لا سخت کړل.

له ۳۶ کلونو وروسته لومړۍ ګوندي کنګره

د حاکم کمونيستي ګوند اوسنۍ روانه کنګره چې ۳۴۰۰ استازي پکې ګډون کوي او د ۳۶ کلونو راهيسې لومړۍ دا شان کنګره ده، د ډېرو کتونکو له پاره يوه معما ده. آن د کنګرې وخت او اوږدوالی له وړاندې اعلان شوي نه ول.

سره له دې چې په سلګونو بهرني خبريالان دغې کنګرې ته منل او ورپرېښودل شوي دي، خو تر اوسه پورې ورته يوازې دا اجازه ورکړل شوې ده چې د روانې غونډې ودانۍ له دباندې څخه وويني. په خپله پرانيستونکې وينا کې کيم خپل اتومي سياست ستايلی وو. په جنورۍ کې د خپل هېواد څلورمه اتومي ازموينه او په فبرورۍ کې د سپوږمکۍ توغونه نوموړي «تاريخي لاسته راوړنې» وبللې.

نيکه د مخبېلګې په توګه

د کوريا د کار ګوند، چې مخفف يې «پي دي آی کی» دی، د هېواد مرکزي سياسي تشکيل دی. هغه د اټکلونو له مخې درې تر څلور ميليونو پورې غړي لري. د شمالي کوريا ټول ټال نفوس ۲۵ ميليونو وګړو ته رسيږي. يوه خبره ډېره تر سترګو کيږي، هغه دا چې د ۲۰۱۱ کال په پای کې د کيم جونګ اون په واک ته رسېدلو سره، ګوند يو ځل بيا ډېر غښتلی شوی دی.

په دغه ټکي کې د اوسني واکمن سياسي سبک او سټايل د ده پلار ته نه، بلکې د هغه نيکه کيم ايل سونګ ته ورته دی. کيم ايل سونګ د دولت بنسټ ايښېدونکی او د خلکو په فکر د «همېشني ولسمشر» په توګه تل ياديږي.